د لاسرسي ځای

تازه خبر

رمشا مسیح او کورنۍ ته یې کینیډا پنا ورکړه


پخوانی انځور
پخوانی انځور

د رمشا مسیح په نوم پاکستانۍ عیسوي مذهبه جینۍ چې پرې د قران پاک د پاڼو د سوزولو تور و، له خپلې کورنۍ سره کینیډا ته تللې ده.

یو وکیل او یوې عیسوي ډلې ویلې، څوارلس کلنه رمشا مسیح تیره اونۍ د خپلې کورنۍ سره کینیډا ته تللې وه، او هلته ژوند کوي.

د رپوټونو له مخې د هغې خاندان ته په پاکستان کې دړکې ورکړل کیدې. د کینیډا یوه خبرې اداره وایي ، دغه خاندان اوس په ټورنټو کې ژوند کوي.

تیر کال رمشا په اسلام اباد کې نیول شوې وه، په هغې یو ملا تور لګولی و، چې د قران پاک پاڼې یی سوزولې دي.

خو وروسته په دغه ملا تور پورې شو چې د رمشا په اړه یي غلط ثبوتونه وړاندې کړې وو، د دغې پیښې وروسته په پاکستان کې د توهین رسالت د سخت قانون په اړه بحثونه پیل شول، پر دغه قانون نیوکه کونکي وايي چې اکثره دغه قانون د مذهبي اقلیتي ډلو خلاف استمالیږي.

XS
SM
MD
LG