د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې دماشومانو د ورکیدو پېښې زیاتې شوي



په پاکستان کې د تیر کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۷۰ ماشومان ورک شوي دي، چې زیاتره یې تښتول شوي دي.


دغه رپورټ په پاکستان کې د ماشومانو د ژوند په اړه لیکې ،په ټولنه کې اکثره د ماشومانو مسئلو ته پام نه ورکړل کیږي. او ډیر ماشومان داسې هم دي چې د بنیادي ضرورتونو لکه تعلیم، صحت او سکول نه بغیر ژوند کوي.

د سپارک ادارې، د خیبر پښتونخوا ریجنل ډایریکټر جهانزیب خان مشال ریډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې بدامنۍ د ماشومانو ژوند هم له مسئلو سره مخامخ کړي، او اکثره ماشومان د تلو راتلو پر وخت کې لا درکه شي.

سپارک په خپل رپوټ کې دا هم وایي چې حکومت هم د ماشومانو خلاف د تشدد او زیاتیو د پیښو په مخنیوې کې پاتې راغلې، د دغه رپورټ تر مخې په ټول پاکستان کې په ماشومانو د تشدد پنځه زره پیښې مخې ته راغلې دي، چې پکې د دریوو زرو اتو سوو یو شپیتو ماشومانو سره زور زیاتی شوی دی. په دې کې ۱۹ فیصده کیسونه د سند صوبې نه مخې ته راغلي دي.

د سپارک رپوټ دا هم وایي چې څه باندې ۳۲ فیصده ماشومان د سکولونو نه بهر ژوند کوي، چې پکې د ۱۶ فیصده نه زیات جینکۍ دي.

جهانزیب خان وایي په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د بدامنۍ او کډوالۍ د ژوند له وجې د ماشومانو په تعلیم بد اثرات پریوتلي دي، او ګڼ شمیر د سکولونو نه بهر ژوند کوي.

د مزدورانو د نړیوالې ادارې ايي ایل او د یو وروستي رپورټ تر مخې نیپال او پاکستان په نړۍ کې هغه هیوادونه دي، چیرته چې ماشومان د کار په وخت کې د تشدد او جنسي زیاتیو سره مخامخ کیږي.

د سپارک ادارې د رپورټ له مخې په پاکستان کې بدامنۍ او معاشي مشکلاتو له وجې د هغه ماشومانو په شمیره کې هم زیاتوالی راغلی چې په بازارونو او نورو ځایونو کې کار کوي، او باید حکومت د ماشومانو نه د کار نه اخیستلو په اړه قانون سازي وکړي.
XS
SM
MD
LG