د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ مېډيا وسله وال د اتلانو غوندې ښيي


ولي الرحمن مسود د طالبانو وژل شوی کمندان
ولي الرحمن مسود د طالبانو وژل شوی کمندان

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه ليکي له تېرو ډېرو کلونو راهیسې پاکستاني میډیا وژل شوي وسله وال د اتلانو په توګه ښيي. د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر ولي الرحمان یې یو تازه مثال دی چې تېره میاشت په شمالي وزیرستان کې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

ورځپاڼه دا یو طرفه تصویر کشي بولي او زیاتوي چې د ولي الرحمان وژنه یواځې د یو بل وسله وال کمانډر له مینځه تلل دي. هغه د ترهه ګري یوه مهمه برخه وه چې پکې په زرګونه بې ګناه انسانان وژل شوي دي. په خپلو ویډیويي پيغامونو کې ولي الرحمان تل د پاکستان ټولنه او ریاست چیلنج کړي وو.

ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي چې په هېواد کې ولې د تره ګرو ډلې د اتلانو په ډول ګڼل کیږي او په جواب کې یی ليکي چې ابلاغ عامله او د ټيټې درجې صحافت یې تر شا ذمه وار عوامل دي. خو د ورځپاڼې په خبره یواځې دا نه بلکه دغه مسله د پاکستان په نظریاتي ډهانچه کې غښتلې ده.

د ورځپاڼې په خبره په پاکستان کې د ترهه ګري تر شا په مهمو عواملو کې دا شامل دي چې په قامي شناخت کې د امنیتي ریاست کردار څه دې او خپله امنیتي ریاست څه وي. د ورځپاڼې په خبره د پوځي او غېر پوځي مشرتابه لخوا د سیاسي حکمت عملي له امله د هېواد نظام ته تاوان رسېدلې دې. ورځپاڼه زیاتوي په تعلیمي ادارو کې په مذهبیت د زیاتې توجه له امله غیر پوځي او پوځي اسټبلشمنټ داسې حالت پیدا کړې چې پکې جمهوري اقدارو او د ټولو حقونو ته تاوران رسېدلې.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان ولس باید د هېواد د ناسم تاریخ ښودلو په ارادو پوهه شي. په دې لړ کې د میډیا رول ډېر مهم دې چې باید خبریالان نظریاتي مفکوره خورول بند کړي
XS
SM
MD
LG