د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې مه کوئ


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، روانه اوونۍ په کابل کې په صدارتي ماڼۍ او د امریکا استخباراتي ادارې پر دفتر د وسله والو طالبانو د برید باوجود امریکا اوس هم په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پلان لري.


ورځپاڼه ليکي د 1990مو د مودې په شان له طالبانو سره مذاکرات به اوس هم یوه لویه غلطي وي. ورځپاڼه ليکي په دې حقله هېڅ باور او شواهد نشته چې طالبان سیاسي مذاکراتو ته تیار دي.

ورځپاڼه لیکي چې د تېرو دوه وارو په شان چې په 1998م کې په کېنییا او تنزانیا کې پر امریکايي سفارتخانو د بمونو او د یولسم ستمبر له پېښې وروسته یې طالبان له امریکايي قهره د ساتلو کوښښ وکړ. دا ځل به یې هم دریځ څه ډېر بدل نه وي.

د پاکستان هدف همېشه دا پاتې شوې دې چې د نتیجو ذمه واري پر خپل سر له نه اخیستلو سره د امریکا او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو په لړ کې هلې ځلې وکړي.

ورځپاڼه ليکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګند دستاویزات او د ویکي لیکس لخوا خپاره شوي پټ معلومات ښيي چې د 1990مو په شان پاکستان اوس هم له طالبانو سره د رابطو دعوې کړي خو ویلي یې دي چې کنټرول پرې نه لري. ورځپاڼه ليکي په عین حال کې چې امریکايي سفارتکاران د طالبانو د استازیو سره په خبرو بوخت وو، د غربي هېوادونو خبریالانو په افغانستان کې په لویه پېمانه د ترهه ګرۍ تربیت ولید.

15 کاله وروسته طالبانو او د هغوي پاکستاني ملاتړو په خپل دریځ کې په مشکله سره کوم بدلون راووی. کیدای شي د امریکایانو په باور دغه خبرې اترې دوی ته په امریکا کې د ناخوښې جګړې د ختمولو لپاره یوه لاره برابره کړي، چې ډېره خرچه پرې هم راځي. خو د ورځپاڼې په خبره دوی ته په تاریخ کې د طالبانو دهوکه نه ده هېرول پکار.

د طالبانو لپاره له امریکا سره نیغ په نیغه خبرې اترې یوه موقع ورکوي چې په نړیواله کچه قانوني حیثیت تر لاسه کړي او دغه ډله په خپلو کې بیا یو ځای شي.

ورځپاڼه ليکي کیدای شي دوي تر 2014م کاله د امریکايي ځواکونو تر وتلو یوه لوبه کوي.
XS
SM
MD
LG