د لاسرسي ځای

پيښور هايې کورټ پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي او تکنيکي ماهرين د يوټيوب ويب سائټ بنديز په باب د سپیناوي لپاره د راتلونکې جولایي میاشت پر ۱۶مه نېټه وربللې دي.


په پيښورهايې کورټ کې د يو ټيوب په ويب سائټ د بنديز خلاف درخواست دايرونکې ميا محب الله کاکا خيل مشال راډيو ته وويل چې د يوټيوب د بنديز له وجې د زده کونکو پشمول نور نوکر پيشه خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په دې حقله داسې کيداې شي چې د تکنيکي ماهرينو مرسته دې ترلاسه کړل شي او په يوټيوب دې هغه فلم مواد بند کړل چې په کې د پيغمبر اسلام سپکاوی شوی دی.

دی زياتوي چې پيښور هايې کورټ په دې سلسله کې پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي ورغوښتې ده.

((هايې کورټ دا ويلې دي په کومه طريقه کيدای شي چې موږ يوټيوب هم خلاص کړو او دا درخواست هم منظور شي او له دې سره سره د سپکاوي مواد هم بند کړل شي. نو د دې کومه تکنيکي لاره ده، د هغې مطابق به پاکستان ټيلي کميونيکيشن اداره عدالت پوه کړي بيا به د هغې مطابق عدالت فيصله کوي. انشاالله د دې فيصله به ډيره زر راشي، داسي يو دوه درې هفتو کې به يې فيصله وشي))

د پيښور د انجينيرنګ يونيورسټې يو زده کونکی ذيشان وايې چې يوټيوب د تير کال د ستمبر د مياشتې راهيسي بند دی. په دې کې د نړۍ ماهرينو د انجينيرنګ په باب ويډيويې راپورونه وي، او د دغه بنديز له امله هغوی راپورونه نه شی کتلای چې له وجې يې د دوی زدکړې ډيرې متاثره شوې دې.

دې زياتوي چې،(( دا شان خان اکيډمې د مالومات ورکولو يو ښه ذريعه ده او دا په يوټيوب وي، په دې کې موږ د حساب، فزکس غوندې مضمون سره تړلې نوي مضمونونه ګورو، د دې په اړه په کې ليکچرې هم وي نو ځکه يوټيوب زموږ لپاره ډير مهم دی. نن سبا د ټيکنالوجې دور دی نو پاکستان ټيلي کميونيکشن دې موږ لپاره دومره وکړي چې يوټيوب دې خلاص کړي))

د يوټيوب د بنديز پحقله د پيښور د انجينيرنګ يونيورسټې يو استاد ډاکټر ناصر احمد مشال راډيو ته وويل چې يوټيوب بنديز په اړه حکومت د تکنيکي ماهرينو مرستې ترلاسه کولای شي.
((په تيکنيکې توګه په دې لړ کې داسې مواد بندولو لپاره حکومت د کمپيوټر په شعبه کې هنرمنده خلکو نه مدد ترلاسه کولای شي او دا مواد بندېدای شي، دا ګرانه خبره نه ده، نو حکومت د تيکنيکي هنرمندانو خدمات پدې حقله اخيستلې شي))

کله چې مشال راډيو يدې سلسله کې پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي سره رابطې هڅه وکړه نو د بيا بيا کوشش باوجود ورسره رابطه ونه شوه.
XS
SM
MD
LG