د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پښتونخوا نوی حکومت او فرهنګي هلې ځلې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پښتونخوا کې تېر حکومت د پښتنو فرهنګي او هنري هلې ځلې بیا پیل کړې او د متحده مجلس عمل د حکومت له خوا کلتوري هلو ځلو ته رسېدلي تاوانونه په څه توګه بیا پوره کړل.


خو د اوسني اېتلافي حکومت تر جوړښت وروسته دا اندېښنې پیدا شوې دي چې ښايي دوی هم د پښتنو کلتوري هلې ځلې وځپي.

د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم هیله من دی چې د پښتونخوا نوی حکومت به موسیقي نه ځپي. دی وايي، له اوسنیو چارواکو سره یې خبرې کړې دي او دا چې نوي حکومت د کلتوري ودې او پرمختګ له پاره ډېرې پیسې اېښې دي.

د ګلزار عالم په خبره، د پښتونخوا چارواکي غواړي د پښتو موسیقي وده وکړي او له عامیانه شاعرۍ یې خلاصه کړي.

خو ځوان سندرغاړی بختیار خټک وايي، اوسني حکومت لا د پښتو ژبې فرهنګ له پاره په ډاګه څه تګلاره نه ده خپله کړې.

دی وايي، له نوي حکومته غواړي چې پر غیر معیاري موسیقۍ بندیز ولګوي.

یو بل سندرغاړی همایون خان وايي، نوی حکومت باید ښې ادارې جوړې کړي، او د نویو هنرمندانو د زده کړې او روزنې مرکزونه جوړ کړي.

په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG