د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې تندر لوېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي


په کونړ کې د تندر د لویدو په نتیجه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند شیرولي صمیم ازادي راډیو ته وویل دا پيښه پرون مازدیګر د شیګل ولسوالۍ په یوې سیمه کې شوې.
له دې طبیعي پيښې وروسته بارانانو هم وریدلي چې له امله یې سیلاوونه راوتي خو چاته یې زیان نه دی رسولی.
له بلې خوا د امنیې قومندانۍ ویاند شیرولي صمیم وايي چې په دوو بیلابیلو پيښو کې نن سهار یو پولیس او یو عسکر ټپیان شوي دي.
دده په وینا محلي پولیس په سرکاڼو ولسوالۍ کې د بم په چاودنه کې ټپي شوی او د ملي اردو یو سرتیری هم په غازي اباد ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ژوبل شوی دی.
طالبانو د سرکاڼو ولسوالۍ د پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG