د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تخار ولس ولایتي چارواکو ضد مظاهره، د استعفا غوښتنه


په تخار ولایت کې په سلګونو کسانومظاهره وکړه او ددې ولایت د چارواکو د استعفا غوښتنه یې وکړ.
د تخار ولایت د والي ویاند سلیمان مرادي مشال راډیو ته وویل ددغو کسانو مظاهره نن پنځمې ورځې ته رسیدلي خو تر منځ یې ځینې غیرمسووله وسله وال کسان هم لیدل کېږي.
د مظاهرې له امله د تخار ښار بازار تړل شوی او مظاهره چیانو د بدخشان او کندز لویې لارې هم د ټرافیکو پر مخ تړلي دي.
تر دې مخکې په جوزجان ولایت کې یو شمیر خلکو چې ویل کېږي د جنرال عبدالرشید دوستم پلویان دي، ددې ولایت د والي د ګوښه کیدو لپاره مظاهرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG