د لاسرسي ځای

اوباما سینیګال ته رسېدلی دی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما افریقا ته د خپل سفر په سر کې سینیګال ته رسیدلی دی .

اوباما چې په دې سفر کې ورسره خپله کورنۍ هم ده به نن د سینګال له ولسمشر مکي سال سره وګوري.

د یوې اونۍ په دې سفر کې به ولسمشر بارک اوباما جنوبي افریقا او تنزانیا ته هم ورشي . نوموړې به د جنوبي افریقا له ولسمشر جيکب زوما سره د جمعې په ورځ ملاقات کوي . او د پير په ورځ به د تنزانیا له ولسمشر یاکیا کیکویټي (Jakaya Kikwete ) سره خبرې وکړي .

داسې ښکاري د جمعې په ورځ به جنوبي افریقا ته د اوباما رسیدل ددې هیواد د پخواني ولسمشر او د سولې د نوبل د جایزې د ګټونکې نیلسن منډیلا په روغتون کې د بستري کیدو تر سیورې لاندې راشي .

ولسمشر بارک اوباما به د سر ښار کیپ ټاؤن سره نږدي د روبین په نوم ټاپو ته هم ورشي چیرې چې نیلسن منډیلا د اوه ویشت کلن بند تر ټولو ډیره موده تیره کړې ده .
XS
SM
MD
LG