د لاسرسي ځای

اسراییل او فلسطین به بیا خبرې پیل کړي، کیري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري ډاډ څرګند کړی دی چې د فلسطین او اسرایلو مشران د سولې د خبرو اترو بیا پیل کولو ته ژمن دي .

جان کيري دا څرګندونې پرون د کویت د بهرنیو چارو له وزیر شيخ صباح خالد الصباح سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړي .

ښاغلي کيري وویل ، نه غواړې په دې برخه کې کومه اخري نيټه وټاکي ، خو ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ له غونډې مخکې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ اړتیا ده .

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه د سيپټمبر په میاشت کې جوړه شي .

د اسرایل او فلسطین تر منځ د سولې خبرې اترې په لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو د جوړیدو له کبله د ۲۰۱۰ م کال په پای کې په ټپه ودریدې .
XS
SM
MD
LG