د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او ورګو کې عملیات، لسګونه وسله وال وژل شوي


غزني - د غزني ولایت په اجرستان او اندړو ولسوالیو همدارنګه د میدان وردکو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د تندر قول اردو منسوبینو د (نجات۲) په نوم پوځي عملیات ترسره کړي، چې په کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او وسایل افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.


د ۲۰۳ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په هغه خبر پاڼه کې چې مشال راډیو ته رسیدلې پکې راغلي، چې د دوی منسوبینو د غزنی ولایت داجـرستان ولسوالۍ په مربوطاتوکی عملیات ترسره کړي،په پایله کې ۱۰تنه وسله وال وژل شوي، دوه میله کلاشینکوفونه، یومیل پیکا او یو قبضه راکټ اندازیې هم په لاس راوړی دی.

همداراز دغزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ په ځینو سیمو کی هم عملیات ترسره شوي، په ترڅ کې یی ۱۰تنه وسله وال وژلي، ۴ نور یې ټپیان کړي، یو قبضه راکټ انداز او درې عرادې موټرسایکلونه د تندر قول اردو منسوبینو لاس ته لویدلي دي.

د دې ترڅنګ دتنـدر قول اردو سرتیرو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ داله- سنګ اوبادام کلیــوترمنځ دوسله والومخالفینو سره مخامخ نښته کړې، چې له کبله يې ۱۶ وسله وال وژلي ، ۶ میله کلاشنکوف، ۲ میله پینځه ډزي ټوپک، دوه قبضې پاکستانۍ تومانچی،۱۰ عدده د کلاشنکوف د کارتوسو شاجورونه او یوه اندازه ډول ډول مهمات یې لاسته راوړیدي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د یو شمیر بریدونو ادعا کړې او ویلي دي، چې افغان ځواکونو ته يې په یادو سیمو کې په بمي چاودنو او مخامخ بریدونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده د ملي اردو ځواکونو مطبوعاتي دفتر تیره ورځ هم مشال راډیو سره په خبرو کې د پکتیا ولایت په دریو ولسوالیو کې ۳۹ وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې وه.
XS
SM
MD
LG