د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د مشرف د نیولو غوښتنلیک رد کړ


اسلام اباد - د پاکستان په سپریم کورټ کې د پخواني ولسمشر جنرال (رېټایرډ) پروېز مشرف د نیولو له پاره د راولپېنډۍ بار غوښتنلیک رد کړل شوی دی.


د قاضي جواد اېس خواجه په مشرۍ د سترې محکمې درې کسیزې جرګګۍ د پروېز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمې غوښتنلیکونه اوري.

په دې دوران کې د پېنډۍ بار له خوا له عدالته غوښتنه شوې وه چې د غدارۍ په مقدمې کې دې مرکزي ملزم مشرف د نیولو امر وشي.

عدالت په دې اړه وویل، تر هغو چې د یوه کس پر ضد شکایت نه وي درج شوی نو عدالت څنګه کولای شي چې د هغه د ګرفتارۍ امر وکړي؟

د بار وکیل حامد خان وویل، شکایت یو کس نه بلکې دولت کړی دی.

د دې په ځواب کې عدالت وویل، په تېرو شپږو کالونو کې د پروېز مشرف پر ضد هیڅ اقدام نه دی شوی، ((البته موږ یو قدم مخکې تللي یو.))

په دې موقع د اټارني جنرل وینا وه چې د دومره لوی کېس پلټنې اېف آی اې نه شي کولای او د دې له پاره به یو بل کمېشن جوړېږي.

د پروېز مشرف وکیل وویل، د هغه موکل هیله من دی چې عدالت به ورسره انصاف کوي.

د دې په ځواب کې عدالت وویل، مشرف د دې هیواد وګړی دی او له ایین او قانون سره سم به ورسره چلند کېږي.
XS
SM
MD
LG