د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۲۰۰۶ کال راهیسې اسلام اباد کې لومړۍ سینیما


له ۲۰۰۶ م کال راهیسې به د اسلام اباد خلک په اول ځل وکولای شي د روانې اونۍ په پای کې په دغه ښار کې په سينما فلم وګوري.


د جرمني خبري اژانس (ډي پي ای) په خپل رپورټ کې وايي، په پاکستان کې د تېرې يوې لسيزې پر مهال د زياتېدونکي افراطيت او تشدد له وجې په اسلام اباد کې موجودې سينماګانې يوه په بل پسې وتړل شوې. په ياد ښار کې دغه تېره مياشت، د سينټارس پر نوم يوه نوی مارکيټ پرانستل شو، چې په کې يوه سينما هال هم جوړ شوی دی.

اژانس په مظهر نومې پاکستاني مجلې کې د ورکړل شويو مالوماتو له مخې وايي چې، په ۱۹۹۵ م کال کې په پاکستان کې ۷۵۰ سينماګانې وې، چې په ۲۰۰۷ م کال کې دغه شمېر ۱۳۹ ته راټيټ شو.

د اسلام اباد تر ټولو پخوانۍ ميلوډي سينما، چې په ۱۹۶۶ م کال کې جوړه شوې وه، د ناقانونه ګرځول شوې سني ترهګرې ډلې سپاه صحابه د يوه مشر د وژنې په غبرګون کې د يادې ډلې پلويانو وسوځوله.

د نيفډيک په نوم يوه بله سينما، چې د پاکستان حکومت په ۱۹۷۴ م کال کې جوړه کړې وه، د دې هېواد د کلتور وزارت له دې امله چې کومه مالي ګټه يې نه لرله، خرڅه کړه. په همدغه کال د کوهسار په نوم يوه سينما هم له ورته برخه ليک سره مخامخ شوه.

اژانس په اسلام اباد کې د يوه ۳۵ کلن سرکاري ملازم او سينمايي فلمونو خوښونکي مدثر ارشاد خبره راخيستې چې ويلي يې دي، زه پر لويه پرده فلم کتل ډېر خوښوم خو داسې ځای نشته چې ورته ورشم او خپل دغه شوق په کې پوره کړم. نوموړي زياته کړې، اوس چې دغه نوې سينما جوړه شوې، زه به هرو مرو له خپلې مېرمنې سره يو ځای فلم کتو ته ځم.

هغه کمپني چې د اسلام اباد دغه نوې سينما يې جوړه کړې، منډيواله انټرټينمنټ نوميږي او مشر يې، عامر حيدر ياد اژانس ته ويلي چې په دغه سينما کې به په يوه وخت ۵۰۰ کسان فلم وکتای شي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان زياتره وګړي غواړي د ساعت تېرۍ له پاره له کورونو د باندې ووځي او که پر سينما يو ښه فلم ولګول شي نو دوئ به يې خامخا وګوري.

اژانس وړاندې ليکي، د پاکستان خپل فلمي صنعت، چې يوه وخت يې معياري فلمونه جوړول، دا مهال له کاره لوېدلای دی. سينما مالکان نه غواړي ځايي فلمونه وچلوي او فلم جوړونکو او اداکارانو ته يې د جنايتکارانو او افراطيانو لخوا د مرګ دړکې ورکول کيږي.

د اژانس له ليکنې سره سم، د پاکستان په سينماګانو دا مهال انګريزي او هندي فلمونه ښودل کيږي، چې ښه کاروبار کوي.

اژانس د پنجاب په لاهور ښار کې د هندي فلمونو د يوه کاروباري تن بارک الله خان په حواله وايي چې، د پاکستاني فلمونو خوند هغه وخت خراب شو کله چې د ۱۹۷۰ مې لسيزې په کالونو کې د ټولنې د سخت دريځه کېدلو عمل پيل شو.

د نوموړي په اند، په هېواد کې د زياتېدونکې مذهبي سخت دريځۍ د له مينځه وړلو يوازينۍ موثره لاره فلمي او د ساعت تېرۍ صنعت ته وده ورکول دي.
XS
SM
MD
LG