د لاسرسي ځای




په پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومنداني خبر ورکوي چې د دوی پلې لېوا د دې ولايت په سېدکرم ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د يو قومندان په ګډون ۲۶ تنه وژلي دي.


دوی وايي چې د يادې ولسوالۍ په چنارګي سيمه کې يې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د هوايي ملاتړ په درلودو سره عمليات کړي چې د ارجنګ په نوم د وسلوالو د يو مهم قومندان په ګډون يې ۲۶ تنه وژلي دي.

۲۰۳ تندر قول اردو قومنداني د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا هم زياته کړې چې د دې ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې تېر ماځیګر ناوخته درې تنه وسلوالو طالبانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې دوی د سړک غاړې ماين ښخولو پر مهال خپل ماين وروچاودېده.

خبرپاڼه ليکي چې په دې دريو تنو کې يې يو تن وژل شوی او دوه تنه ټپيان دي چې د وژل شوي جسد او ټپيان شوي درې واړه په سيمه کې د پوليسو سره دي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره رد کړه او وايي چې په سيمه کې په دوی هېڅ ډول عمليات نه دي شوي او نه يې وسلوالو ملګرو ته زيان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبره شوې خو وسلوالو رد کړې او د سيمې خلک بيا وخت پر وخت په غرنيو سيمو کې د بمباریو او عملياتو خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG