د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا : د مشرانو جرګې پر استازي سړکغاړې چاودنه شوې


په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو د استازي پر موټرو د چاودنې له امله څلور تنه پوليس ټپيان شول.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې په خواشا یولس نیمو بجو د مشرانو جرګې د استازي عبدالحنان حقويون پر موټرو د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه چې څلور تنه ساتونکي يې ټپيان شوي او ده ته پکې زيان نه دی رسېدلی.

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد زمان وايي چې د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي او وروسته له څېړنو به نور جزيات په ډاګه کړي.

نوموړی دا هم وايي چې تر دې مهاله د دوی معلومات دا څرګندوي چې دغه چاودېدونکي توکي د دوه لينه سړک په ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو او چاودنه رامنځته شوې ده.

تر دې مهاله د دې بريد مسوليت چا په غاړه نه دی اخيستی او نه په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي عبدالحنان حقويون تر دې مهاله رسنيو ته څه ويلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG