د لاسرسي ځای

پښتونخوا اسمبلۍ د لوډشېډینګ ضد قراداد ومانه


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په صوبه کې د بجلۍ د اوږد او ناروا لوډشیډنک پر ضد یو قرارداد منظور کړې دې. دغه قرارداد د نهې په ورځ د واکمنو او مخالفو ګوندونو غړیو په شریکه وړاندې کړ.


د پښتونخوا اسمبلۍ د دغه قرارداد سره د وفاقي حکومت او د بجلۍ له محکمې غوښتنه کړې ده چې په صوبه کې ناروا لوډشیډنګ بند کړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک تېره ورځ وویل چې د بجلۍ د وفاقي وزیر او د محکمې سره یې د مسلې په حقله خبرې کړي دي.

څو ورځې وړاندې د بجلۍ وفاقي وزیر خواجه اصف ویلي وو چې د بجلي د لوډشیډنګ مسله هوارول وخت غواړي.
XS
SM
MD
LG