د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې لا هم د بشري حقونو سرغړونه کيږي



د بشري حقونو هغې ډلې چې د بلوچستان څلور ورځنۍ دوره يې کړې، په خپل رپوټ کې ویلي دي ؛په دې صوبه کې اوس هم له بشري حقونو سرغړونه کېږي؛. د دې ډلې مشرې عاصمه جهانګير په خبري غونډه کې له امنيتي ځواکونو او استخباراتي ډلو خواست کړی چې د پاکستان د آيين او قانون مطابق دې خپل کار وکړي.


په کوټه او زیارت کې د جون په پنځلسمه نېټه د ترهګرۍ تر بریدونو وروسته د پاکستان د بشري حقونو يوه ډله يادې صوبې په څلور ورځنۍ دوره راغله. چې د دوی په خبره همدلته يې د سردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ او په زیارت کې د محمد علي جناح د استوګن ځای دوره کړې، او د ترهګرۍ په دې پېښو کې له ژوبل شويو نجونو او د وژل شويو د کورنيو له غړيو سره سره يې همدلته له سرکاري چارواکو، سیاستوالو او مدني ټولنو له غړيو سره بېل بېل ملاقاتونه کړي. د سې شنبې په ورځ په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې د بشري حقونو ددې ډلې مشرې عاصمه جهانګير وویل ؛په بلوچستان کې وګړي لا هم سخت په خوف کې دي، او همدلته له بشري حقونو څخه اوس هم سرغړونه کېږي.

؛ موږ دلته وکتل چې د نوي حکومت تر راتګ وروسته هم خلک تری تم کېږي. او له موږ سره دقیق مالومات دي، چې د نوي حکومت تر راتګ وروسته لږترلږه څلور تنه تری تم شوي دي؛.

د بشري حقونو پخوانۍ مشرې عاصمه جهانګير وویل ؛ د پوهنتون پر نجونو برید کول، او هغوي وژل ددې اشاره ورکوي، چې نه يواځې په بلوچستان کې بلکې په ټول پاکستان کې ترهګر لا هم نجونه زده کړو ته پرېښودل نه غواړي؛... نوموړې زیاته کړه، د جون پر پنځلسمه نېټه که څه هم په زیارت او کوټه کې دوو بېلو بېلو ډلو د ترهګري د بريدونو مسووليت قبول کړ. خو ددې په خبره له دوي سره په خبرو کې ځينو اوسېدونکو دا ويره څرګنده کړې، چې کېدلای شي، دا دواړه ډلې د عملياتو په وخت کې په يوه بل سره خبر وي؛.

؛ ځينو خلکو دا وېره څرګنده کړې، يا که د هغوي سوچ دی. چې دوی وايي کدلای شي، د عملياتو په وخت کې د فرقه ايزه وسله والو ډلو او د بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو تر منځ رابطې شته. که چېرې داسې وي، نو بايد ثبوتونه يې پېښ کړل شي، او پرضد يې کار وکړل شي؛.

عاصمه جهانګير په خبري غونډه کې زیاته کړه له دې سره چې په بلوچستان کې ستونځې بېخي زیاتې دي. خو ددې په خبره ډېری خلک نوي حکومت ته هيله من دي، چې دا ټولې ستونځې به هوارې کړي. د بشري حقونو دې ډلې د بلوچستان حکومت ته هم خواست وکړ، چې په صوبه کې دي د بشري حقونو يو ايډوایزر واخیستل شي، چې حکومتي چارواکو ته هر وخت د بشري حقونو يادوونه ورکوي.

که څه هم د بشري حقونو دې ډلې د امنيتي ځواکونو او استخباراتي ډلو پر ضد سختې خبرې وکړې، خو هلته يې په وسله واله هم ږغ وکړ، چې بايد له سرکاره د غچ اخیستنې لپاره عام وګړي په نخښه نه کړي.
XS
SM
MD
LG