د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د حیات اباد تاڼې اېس اېچ او ووژل شو



په کارخانو مارکیټ پیښور کی د پولیسو په یو ګاړی د وسلوالو په ډزو کی د حیات آباد تاڼې ایس ایچ او میرا جان ووژل شو او دوه نور پولیس ژوبل شول-


د حیات آبار ډی ایس پی مشال ریډیو ته وویل چی دا پیښه د پیښور په کارخانو کی د افغان مارکیټ مخی ته رامینځ ته شوېده.((په دی پیښه کی ایس ایچ او صیب شهید شوی دی او ډرییور او ساتونکی یې ژوبل دی. په علاقه کی مو د لټون عملیات پیل کړی دی))

د حیات آباد تها نی یو بل پولیس چارواکی مشال ریډیو ته وویل په کارخانو مارکیټ پیښور کی د حیات آباد تهانی د ایس ایچ او په ګاړی په ډزو کی په ابتدايي توګه درې پولیس واله ژوبل شو خو د حیات آباد میډیکل کمپلیکس یو چارواکی مشال ریډیو ته وویل، چې د حیات آباد تاڼي ایس ایچ او میرا جان په حیات آباد میډیکل کمپلیکس کی په سخت ټپي حالت کی ساه ورکړه او په پیښه کی د دوو نورو ژوبلو پولیسو علاج روان دی-


د دې پېښې پړه تحریک طالبان پاکستان قبوله کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG