د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان یوازې نه پرېږدو. امریکا


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره

واشنګټن پوسټ په یو راپور کې لیکي ــــــ د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري هندوستان او د هند ګاونډیانو ته باور ورکړی دی چې ـــــ امریکا به کله هم افغانستان یوازې پرېنږدي.


د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري هند او ناقرارۍ وهلې سیمه کې موجود نورو هیوادونو ته باور ورکړی دی چې امریکا به له افغانستان سره پوځي مرستو ته دوام ورکوي او له ۲۰۱۴ کال م وروستو به په هرحال کې په هیواد کې امریکایې ځواکونه حضور لري.

وړومبی ــــــ طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي، دویم په افغانستان کې تشدد ته د پای ټکی کېښودل او درېیم د لږکیو او د ښځو حقونو ته د احترام ورکولو په ګډون د افغانستان د اساسي قانون منل ـ
هند د امریکایې ځواکونو له افغانستانه د وتلو وروستو په امنیتي ځواکونو ډېر فکرمند دی ــــ هند د امریکا له خوا له طالبانو سره د خبرو اترو پیلولو په معامله هم ځینې پوښتنې رااوچتې کړي دي. په قطر کې د طالبانو د نوي دفتر د پرانستلو او د دغه لپاره د ؛د افغانستان د اسلامي امارت؛ د نوم کارولو په اړه د کرزي حکومت له خوا اعتراضونه مخې ته راغلل چې له کبله يې د خبرو اترو وړومبې پړاؤ وځنډیدو.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا خاص استازي جېمز ډوبینز کابل ته سفر وکړ او هلته یې له ولسمشر کرزي او نورو افغان چارواکو سره ولیدل. ډیوبینز له کرزي سره ملاقات مثبت وبللی او زیاته یې کړه ـــــــ افغانستان او امریکا دواړه هېوادونه ددې خبرې معلومولو په انتظار دي چې آیا طالبان خبرې کول غواړي او که نه؟

د امریکا خاص استازي زیاته کړې ــــــ چې د یو شمیر بدګمانو له کبله طالبانو په دفتر خپل بیرِغ پورته کړو او د افغانستان د اسلامي امارت نوم یې وکارولو. خو داد سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت له خوا د ایښودل شويو شرایطو پر ضد ول.

د ګل په ورځ په نوي ډیلي کې له خپل هندي سیال سلمان خورشید سره خبري غونډې ته د وینا په وخت ـــــــ د امریکا د بهرنو چارو وزیر اوویل چې طالبانو سره به ترهغه خبرې نه کیږي ترکومه چې درې شرایط نه وي پوره شوې.

وړومبی ــــــ طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي، دویم په افغانستان کې تشدد ته د پای ټکی کېښودل او درېیم د لږکیو او د ښځو حقونو ته د احترام ورکولو په ګډون د افغانستان د اساسي قانون منل ـ

کېري زیاته کړه ـــــ تراوسه دا ضمانتونه لا نه دي ورکړل شوي نو له دې کبله خبرې اترې هم نه کیږي. او که شرایط پوره شي نو بیا به خبرې پیلېږي او هغه هم له امریکا سره نه بلکې د افغانستان د سولې د عالي شورا سره.

جان کېري وویل ـــــ له طالبانو سره که چرې د امن یو حتمي لوظنامه کېږي نو پریکړه به یې افغان ولس یا د خبرو اترو له لارې کوي او یا به یې د طالبانو بغیر په ۲۰۱۴ م کال کې د بیلټ بکس یا رای اچولو له لارې کوي . جان کېري وویل ــــــ لکه څنګه چې ولسمشر براک اوباما سپینه کړې ده ـــــــ د ۲۰۱۴ کال وروستو به هم امریکا له افغان حکومت، افغان پوځ سره مرستو ته دوام ورکوي. او د تره ګري پرضد د عملیاتو لپاره به یوه برخه ځواکونه هم پرېږدي.
XS
SM
MD
LG