د لاسرسي ځای


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هېواد د استخباراتي ادارې د مفرور کارکونکي ایډورډ سنوډن د ګرفتاري لپاره د ټولو ممکنو لارو د استعمالولو ژمنه کړې ده.


د ګل په ورځ د خبریالانو سره په خبرو کې اوباما وویل : "موږ ته چې څه معلومات دي، هغه دا دي چې موږ مناسبې، او قانوني لارې په پام کې نیولي دي او له بیلا بیلو هېوادونو سره په ګډه کار کؤ چې پر قانون باندې عمل یقیني کړو. تر دې د زیاتو معلوماتو له پاره زه تاسو ته د قانون د وزارت سره د رابطې وایم چې په دې کېس په فعالیت سره کار کوي."

سنوډن د امریکا د څار د هغو پټو پروګرامونو معلومات برسېره کړي ول چې واشنګټن وايي د یو شمېر تره ګر پلانونو مخنیوي کې یې مرسته کړې وه. په دغه پروګرام کې د انټرنیټ او د ټيليفوني رابطو څارنه شامله وه. په دې اړه معلومات نشته چې سنوډن چېرته دی.

هغه د اتوار په ورځ د امریکا لخوا د غوښتل کېدلو باوجود له هانګ کانګ نه ماسکو ته سفر وکړ. د ګل په ورځ کیوبا ته د هغه د تللو خبرونه وو خو رپورټونه وايي چې هوانا ته په تلونکي جهاز کې یې سفر و نه کړ.

د پټو معلوماتو د خپرونکې ویب پاڼې ویکي لیکس مشر جولین اسانژ چې د سنوډن مرسته کوي، ويلي یې دي چې د استخباراتي ادارې پخوانی کارکونکی له ماسکوه ایکواډور ته تښتېدلې دی. چیرته چې هغه پناه غواړي.

اسانژ وویل چې سنوډن په حفاظت سره دی خو ویې نه ویل چې چیرته دی. خو بیا سپینه ماڼۍ وايي چې د دوي په باور سنوډن په ماسکو کې دی. د سپينې ماڼۍ ویاند جیمز کارني له ماسکو و غوښتل چې سنوډن ورته وسپاري.

"په بوسټن کې له میراتن بمي چاودنو وروسته له روس سره زموږ ټينګې همکارۍ ته په کتو او د قانوني چارو د پلي کېدو په لړ کې له روس سره زموږ د ګډ کار تاریخ، چې په کې د روسي حکومت په غوښتنه ګڼشمېر د لوړې کچې مجرمان روس ته بیرته ورکړل شول، موږ تمه لرو چې د روس حکومت ټولو ممکنو لارو ته په کتو سنوډن امریکا ته وسپاري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې دا به ډېره پریشانونکی خبره وي که چیري روس له امریکا سره دا ستونزه هواره نه کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني د سنوډن په ورسپارلو د ناکامي لپاره پر هانګ کانګ هم نیوکې وکړې. کارني وویل د چین سره پر تعلقاتو یې بد اثرات پرېوتي دي.
XS
SM
MD
LG