د لاسرسي ځای


پېښور: د جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په ګلکت بلتستان کې د بهرنیو سیلانیانو وژنه غندلې او دا یې یو غیر شرعي ګام بللی دی. نوموړی زیاتوي چې د دې پېښې بېخ ته د رسیدو لپاره پلټني په کار دي او باید چې د څه دلیل او وجې پرته پر یو چا تور ونه لګول شي.


په پېښور کې د پښتونخوا له اعلا وزیر پروېز خټک سره له ملاقات وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې هغه وویل چې په ګلګت بلتستان کې د غیر ملکي سیلانیانو وژنه غیر شرعي ده-

مولانا فضل رحمان زیاته کړه(( میلمانه چې له بهر هیواده راغلي ول، د هغوی وژنه نه په شریعت کې جایز ده او نه زموږ په کلتور کې جایز ده او نه د پښتنو په کلتور کې- د داسې واقعاتو ضرور پلټنی په کار دی او د دی بېخ ته رسیدل په کار دی))

خبریال او شینونکې شمیم شاهد د مولانا فضل رحمان لخوا په ګلګت بلتستان کې د بهرنیو سیلانیانو د وژنې د غندنې په لړ کې مشال ریډیو ته وویل((دا دمولانا فضل رحمان یو ډېر ښه بیان دی. په کار خو دا وه چې هغه مخکې دغسې بیان ورکړی وی خو بیا هم سمه ده، هغه ته احساس وشو چې دغه یو غلط کار شوی دی. تیره ورځ عمران خان هم راغلی وو خو هغه چری هم د تره ګرۍ غندنه نه ده کړې او هغه ټول زور په مرکزي حکومت ور اچوي. نو دا د دې صوبې د ولس ډیره لویه بد قسمتي ده چې چا ته دوی ووټ ورکړی دی نو هغوی نه د تره ګرۍ د مخنیوي له پاره یو منصوبه بندي کولی شي او نه څه پالیسي جوړولی شی او که عمران خان راشي نو هغه وايي وفاقی حکومت دې پالیسی جوړه کړي. همدا وجه ده چې حالات ورځ پر ورځ نور خرابېږي او له دې سره به حالات نور هم خراب شي))


د یادونې وړ ده چې په ګلګت بلتستان کې د تیر خالي يا اتوار په مینځنۍ شپه د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ تنه بهرني سیلانیان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG