د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قطر دفتر ښه نتیجه ورنکړله





د امريکا فارن پاليسې مجلې د طالبانو او امريکايانو تر مينځ پر کيدونکو خبرو اترو په خپله خپره کړې مقاله کې وايي، چې د طالبانو لخوا تيره اونۍ په قطر کې د دفتر په رسمي توګه خلاصولو برعکس نتيجه ورکړه. د دفتر له وجې پر ځای د دې چې خبري اتري وشي، له افغان حکومت او امريکا سره کيدونکې خبرې وځنډولې.


د طالبانو د اسلامي امارت افغانستان د پخواني بيرغ سره نږدې ولاړ دوه وياندويان دا خواهېش څرګندوي چې د نړی له ټولو هيوادونو، ملګرو ملتونو او غير سرکاري ادارو سره به اړيکي ښه کوي او د شخړي د پرامن حل په لټون دي.

ورځپاڼه زياتوي، طالبانو له افغان حکومت سره نه بلکې له افغانانو سره د مذاکراتو کولو خبره هم وکړه او د دوی په وينا افغان خاوره به د نورو هيوادونو پر ضد نه استعماليږي چې د ورځپاڼي په خبره دا له القاعده سره د اړيکو شلولو يو غير مستقيمه اشاره ده.

فارن پاليسې مجله وايي، خبريالان لا تراوسه هم د بيرغ لګول، بيا ايسته کول، بيا بيرته دننه وړل او د لوحې د ځای ځايګي او دا چې د لومړۍ غلطي ذمه واره څوک دي د مالومولو په هڅه کې دي.

امريکا يان وايي طالبانو د وړاندي شوې معاهدې خلاف ورزي وکړه خو طالبان بيا د داسې تړون له سره د شتون درلودلو څخه انکار کوي.
XS
SM
MD
LG