د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګا پربت غرختنې بهیر وځنډول شو


ننګا پربت
ننګا پربت

د برتانيیا ډېلي ټيليګراف رپورټ ورکوي چې په ننګا پربت د اسلامي اورپکو لخوا د لس سيلا نيانو د وژلو وروسته د پاکستان چارواکو د غرختنې بهير ځنډولی دی.


دا د پاکستان شمال کې پر غر ختونکو باندي يو بې ساری بريد بلل کيږي چې له القاعده سره اړيکي لرونکو طالبانو تر سره کړی دی.

د ورځپاڼي په خبره دا پر مهم جويانو يو داسي ګوزار دی چې يو داسې هيواد ته ځي چې هلته اورپکو په زرګونه کسان وژلي دي.

پاکستاني طالبانو دپېښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ويلي یې دي چې دوی د ډرون بريدونو د بدل اخیستو لپاره د جنودالحفصا په نوم يوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده چې کار به يې د بهرنيانو وژل وي.

د پاکستان د الفائن کلب مشر منظور حسين ويلي، د کې ټو پر غره به د بهیر سرګرمیانې روانې وي ځکه چې هلته پوځ موجود دی.
XS
SM
MD
LG