د لاسرسي ځای


د هنګو ضلعې د وچ بازار په سیمه کې د نهې (سېشنبې) پر سهار خواشا ۴ بجې کې ملک هادي خان اورکزی له خپله کوره د لمانځه لپاره جومات ته پر لاره د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.


پولیس وايي، چې ملک هادي خان له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړله. او وسله وال په تېښته بریالي شوي دی.

د هنګو تاڼې مشر ایس ایچ او عظمت علی شاه د مشال راډیو خبریال طارق اورکزي ته ویلي چې د بریدګرو د نیولو په لټه کې دي.

نوموړی زیاتوي چې ملک هادي خان له هېچا سره دښمني نه لرله، د ده په خبره کېدای شي هغه یې د امن لپاره د کوښښونو او هلوځلو د کولو په وجه وژلی وي.

خواشا ۷۱ کلن ملک هادي خان د اورکزو شیخانو قام سره تعلق لرلی او د وچ بازار اوسېدونکی وو. او په اېف سي کې د صوبېدار دنده ترسره کړې وله.

ضلع هنګو چې له اورکزو او کورمې ایجنسی سره یې پولې لګېدلې دي، تر دې وړاندې هم د امن کمېټې غړي او مشران په نښه شوي دي. او په دا وروستو کې د می میاشتې پر درېیمه نېټه د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی فرید خان هم په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG