پراګ - د پښتو فلسفي شاعر او د تاریخ استاد راز محمد راز جنازه په پښین کې شوې ده. دی د سرطان ناروغۍ له کبله د اتوار په ماښام مړ شو. پوهاند راز د پښتو شاعرانو تر منځ د یو ځانګړي اسلوب یا سبک خاوند وو خو ډېر مشهور نه وو.
پوهاند راز محمد راز په پښتو شاعرۍ کې د بېل فکر، انداز او خیال خاوند شاعر وو. ده په خپله شاعرۍ کې بېلا بېل داسې علامات، ترکیبونه او تصورات ځای کړي دي چې د پوهانو په وینا ډېرې اوږدې توضیح او تشریح ته اړتیا لري.
په پښین کې د پوهاند راز ورور او نومیالی لیکوال عصمت زهیر وايي، د ده ورور د ادب تخلیق په ټولنه کې د فکري بدلون راوستو له پاره کړی دی.
جمالیاتي تصوف
د جنوبي پښتونخوا یو بل نومیالی لیکوال او شاعر نعیم ازاد وايي، د پوهاند راز په شاعرۍ کې تر ټولو زیات د جمالیاتي تصوف فکر غالب دی.
د جنازې پر وخت پښین ته ډېر زیات خلک ورغلي ول او د سیمې ولس په حیرانۍ دا خبره کوله چې ((دا راز دومره لوی سړی وو، او موږ ورباندې خبر هم نه وو!!))عصمت زهیر
زهیر وايي، د راز مطلب دا دی چې انسان لا خدای سم او پوره نه دی پېژندلی او باید تل په دې هڅه کې و اوسي چې خدای وپېژني.
نعیم ازاد هم وايي چې ده د پوهاند په شاعرۍ کې تل راز له خدای سره په خبرو لیدلی دی.
د پوهاند راز یو بل تصور د مینې پراخوالی دی. پوهاند راز فکر کوي چې مینه د انسان په وجود کې وي او په فطري توګه ورته ورکړل شوې ده.
پوهاند راز ویل چې دی له مرګه نه وېرېږي. د ده ورور عصمت زهیر وايي، راز به ویل چې دی د کتابونو سړی دی او د کتابونو سړي نه مري.
پوره رپورټ دلته واورئ
دا دومره لوی سړی وو؟
عصمت زهیر وايي، د پوهاند راز تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې د ده شاعري او د فلسفې کتاب ډېرو کسانو و نه لوست او دا چې راز تر ډېره ګمنامه پاتې شو.
خو دی هیله من دی چې د راز تر مړینې وروسته ښايي د هغه فکر خپور شي او خلک ورباندې پوه شي.
دی زیاتوي، د جنازې پر وخت پښین ته ډېر زیات خلک ورغلي ول او د سیمې ولس په حیرانۍ دا خبره کوله چې ((دا راز دومره لوی سړی وو، او موږ ورباندې خبر هم نه وو!!))