د لاسرسي ځای

فلسفي ليکوال و شاعر رازمحمد راز مړ شو


پروفېسر راز محمد راز

پروفېسر راز محمد راز





خلک وايي چې محشر دى احتساب دى
کامل خداى له مانده خلکو حساب غواړي

د دې بيت څښتن د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د تاريخي ښار پښين نوميالي فلسفي شاعر، ليکوال او ناول کښونکي پروفيسر رازمحمد راز د يکشنبې په ماښام د دوشپېته کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.


پروفيسر راز له تېرو څو کلونو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته وو چې په پرله پسې توګه په کراچۍ ښار کې تر درملنې لاندې وو، خو له تېر يوه کاله راهيسې له ګرځېدو لوېدلى او ډاکټرانو له خبرو هم منع کړى وو، خو د قلم مينه يې د مرګ تر بستره له زړه ونه وتله، د هغه کشر ورور ليکوال او شاعر عصمت الله زهير یې د وروستي خواهیش په اړه وايي:

((په دې وروستيو ورځو کې يې صحت ډېر خراب وو، څو ورځې مخکې د بې هوښۍ په حالت کې وو، چې پر هوښ راغى، ماته يې په لاس اشاره وکړه او راته ويې ويل چې زما د نوي ناول ټايټل څنګه سو، ما ورته وويل هغه بېخي تيار دى، ويل يې زما بېخي ډېر ارمان دى چې دا ناول ووينم))

ارواښاد رازمحمد راز د ١٩٥١م کال د مارچ پر لومړۍ نېټه په پښين ښار کې د ملک محمددين ترين په کاله کې زوکړى وو، لومړنۍ او منځنۍ زدکړې يې په پښين کې کړې وې، څورلسم ټولګى يې په ١٩٧٣م کال له بلوچستان پوهنتونه پاس کړى وو او د تاريخ په مضمون کې يې په ١٩٧٥م کال د کراچۍ له پوهنتونه د ماسټرۍ ډګري اخيستې وه او بيا يې د بلوچستان په بېلابېلو کالجونو کې د تاريخ د استاد په توګه دنده تر سره کړې وه.

رازمحمد راز په پښتو معاصر شعر کې خپل ځانګړى سبک درلود، په شعر او نثر کې يې فلسفي افکارو ته ځانګړې توجه کوله. د تېر کال په سپتمبر کې يې په پښين کې د فکرنوم ادبي فورم له خوا جوړي شوي سېمينار ته په وينا کې له شاعرانو او ليکوالو وغوښتل، چې په ټولنه کې دې د فکري بدلون لپاره کار وکړي:

((په دونيا کې چې هر لوى قومي انقلاب راغلى دى تر هغه وړاندې يو فکري انقلاب راغلى دى، اوس دا ذهن جوړول، خلک دې ته تيارول او يو فکري انقلاب راوستل زموږ فرض جوړېږي، په اوسني صورتحال کې د پښتنو سرنوشت ټاکل د شاعرانو او اديبانو کار دى، تر څو چې زموږ ليکوالان او شاعران په نړيوال ادب ځانونه خبر نه کړي، هغوى په نړيواله سطحه له نورو ژبو سره خپله ژبه سياله نه شي ګرځولاى ))

راز محمد راز تر اوسه خواشا لس منظوم او منثور آثار کښلي چې ډېر يې چاپ شوي دي. په هغو کې يې (د صليب په دايرو کې، مات وزرې زاڼې ژاړي) په نوم د شعرونو ټولګه، د (اوشنيک ګاډيس) په نوم د نثري نظمونو کتاب، د (عاشو، لمر او باران اوري) او (کابل ړنګ دى مينې ژاړي) په نومونو دوه پښتو ناولونه او د (کاسميک سيکسوليزم) په نوم يې د جمالياتي او روحاني فلسفې په اړه د مقالو کتاب او (دې هولي سينرز (The Holy Sinners) اردو ناول يې چاپ شوى دى او څو کتابونه يې ناچاپ پراته دي.

دا يې د غزل يو بيت دى:

د الفت خوند به مي خود په خوله کې تريخ وي
زه او يار غلام وطن کې سره اوسو

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG