د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ ښځینه غړې به د ښځو مسلې حل کړي؟


کوټه - د بلوچستان اسمبلۍ له پاره د مېرمنو په مخصوصه سیټونو شا و خوا د ټولو سیاسي ګوندونو ښځينه غړې له کوټې او شا و خوا نېږدې سیمو سره تعلق لري.


په داسې حال کې چې بلوچستان د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده او آبادي يې بیخي زیاته په لرو پرتو سیمو کې مېشته ده.

له دې سره چې د دې صوبې نرينه و ته هم د ژوند هغه اسانتياوې ورکړل شوې نه دي چې د نورو صوبو وګړيو ته ورکړل شوې دي، خو ښځینه يې بیا تر نرينه و هم د ژوند په هره برخه کې برخې دي.

آيا د صوبې د لرو پرتو د مېرمنو د ستونزو په نمايندګۍ چې اسمبلۍ ته کومې ښځينه غړې راغلې، هغوی د دوی په ستونزو خبرې دي؟ او يا هم د هغوی د ستونزو د هوارولو له پاره به کوم کار وکړي؟ د پاکستان مسلم لیګ ن ښځينه غړې راحیله درانۍ وايي؛ د صوبې د شا و خوا ټولو سیمو د مېرمنو په اړه ورته مالومات شته، او کولای شي چې د دوی ستونزې د هوارولو هڅه وکړي.

مېرمن درانی زیاتوي:
((زما لومړی ځل نه دی چې اسمبلۍ ته راځم. بلکې تر دې مخکې هم زه د يادې اسمبلۍ غړې پاتې شوې يم. او اوس زما دومره مالومات شته، چې ددې صوبې د مېرمنو کومې لويې ستونزې دي. او کومې ستونزې باید ژر تر ژره هوارې شي. او ماددې ستونزو د هوارولو له پاره په بیا بیا هلي ځلي هم کړې دي. او هم به يې کوم.))

راحیله درانۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې نه يواځې دوی بلکې اکثره ښځينه غړې په اسمبلۍ د ښځو د حقونو او ستونزو د هوارولو له پاره هلې ځلې کوي.

هلته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر اکرم شاه وايي، د دوی د ګوند درې ښځينه غړې په مخصوصه سیټونو اسمبلۍ ته راغلې دي، او دا درې ښځينه غړې يواځې د کوټې د مېرمنو له پاره نه، بلکې د ده په خبره د ټولو پښتون مېشتو سیمو د مېرمنو له پاره دي او د ټولو نمايندګي کوي.

اکرم شاه زیاتوي: ((له دې سره چې د دوی د ګوند ښځينه غړې د کوټې او شا و خوا نېږدې سیمو سره تعلق لري، خو همدا مېرمنې به له ژوبه نيولې تر چمنه او داسې نورې سیمې چې ښځې يې لا هم د ژوند له ډېرو آسانتياو برخې دي، د هغوی له پاره کار وکړي.))

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د نورو صوبو په څېر په بلوچستان کې هم د ښځو پرضد د تاوتريخوالي پېښې چې په کې د غيرت په نامه وژنه، په بدو کې ورکول او همداسې ډېری نورې ستونزې شاملې دي، اوس هم شتون لري.

د بلوچستان اسمبلۍ ته راغلې نوې ښځينه غړې هیله منې دي، تر ډېره ځايه به يې دا ستونزې هوارې کړي.
XS
SM
MD
LG