د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شامي یاغیانو سره باید مرستې وشي، جان کیري



پراګ - د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شام په ملګرو هیوادونو غږ کړی چې د هغو یاغیانو باید نوره مرسته وکړل شي، چې له حکومتي ځواکونو سره جنګېږي.


د قطر په دوحه کې جان کیري، د ۱۱ ملکونو په یوه غونډه کې د خبرو پر وخت وویل، له شامي یاغیانو سره باید مرسته وشي، چې دا ډول د شام له حکومت سره د سولې په خبرو کې دوی مضبوط کړل شي.

کیرې وویل، د شام د شخړې په اړه په جینیوا کې د راتلونکو خبرو په اړه هیله مند دی، او باید ملګري هیوادونه اوس د د دغه دوه کالنې جګړې حل را وباسي.

کیري زیاتوي: ((د شام د مسلې سیاسي حل لري، او له وړاندې موجود دی. او دغه ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او عرب لیګ منلی دی، او دوی ټول پر دې رضا دي، چې د شام د مسلې یوازینۍ حل سیاسي لاره ده، موږ داسې فکر نه کوو، چې ګني له پوځي لارې به دغه مسله هواره شي.))

جان کیري په بشارالاسد دا تور ولګاوه چې د ایران او د لبنان له وسله والې ډلې حزب الله مرسته تر لاسه کوي.

د جان کیري دا بیان تر هغې وروسته راغلی چې واشنګټن وویل داسې ثبوتونه لري چې شامي حکومتي ځواکونو په روانه شخړه کې کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي، او واشنګټن له یاغیانو سره مرستې ته تیار دی.

بلخوا د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ حماد بن جاسم وایي، په شام کې یاغیانو ته وسلې ورکول او له دوی سره مرسته کول د روانې شخړې یوازینی حل دی.

په خپله وینا کې شیخ حماد وویل، د انصاف ترلاسه کولو له پاره طاقت ضروري دی، او له دغې له پاره وسلې ورکول ډېر ضروري دي، چې په سیمه کې امن راشي.

د قطر د وزیر اعظم دا بیان تر هغې وروسته راغلی دی چې په شام کې یاغیانو د جدیدې وسلې د ترلاسه کولو تصدیق کړی دی.

د شام د ازاد پوځ ویاند په استنبول کې له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، د دوی ځواکونو ته نوې وسلې راغلې دي.

په عین وخت کې د دمشق په جنوبي سیمه الحجر الاسود او مشرقي اړخ الجوبار کې د نښتو رپوټونه هم راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG