د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارت استوګنځای حمله: "د هر عمل رد عمل وي"


سرچینه: ډېلي ټایمز
لیکوال: میر محمد علي تالپور

په پاکستانۍ ډېلي ټایمز کې د لیکوال او شنونکي میر محمد علي تالپور مقاله خپره شوې ده.


دی لیکي، د بلوچستان په زیارت کې د پاکستان باني (قاید اعظم) پر استوګنځي د بلوڅ لېبرېشن ارمي برید، او د دې ځای تر ورانولو وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ډېر سخت غبرګون وښود.

ده لیکلي، پر هم هغې ورځې د بلوچستان سردار بهادر خان په نوم د ښځو پوهنتون پر بس او بیا پر بولان هسپتال د لشکر جنګوي ډلې په برید کې د پوهنتون نجونو په ګډون یو شمېر بې ګناه کسان ووژل شول.

تالپور لیکي، خو دې حملې د چودري هومره توجه تر لاسه نه کړه چې څومره د یوې ودانۍ په ورانېدو چودري غوسه وو.

لیکوال لیکي: ((زما له پاره دا دومره د حیرانتیا خبره ځکه هم نه وه چې پاکستانۍ میډیا دې موضوع ته دومره توجه ورکړه چې ځینو رسنیو خو د دې ودانۍ ورانول په امریکا کې د سېپټېمبر ۱۱مې له پېښو سره وتړله او و یې ویل چې دا د پاکستان د سېپټېمبر ۱۱م پېښه ده.))

په لیکنه کې راغلي: ((د بلوڅ بیلتونپالو له خوا په زیارت کې د قاید پر استوګنځي تر برید وروسته د هغوی پر ضد د حکومت سخت دریځ دا ښيي چې د بلوڅانو په اړه د پاکستان اېسټیبلېشمېنټ څه نظر لري او په راتلونکې کې به له هغوی سره څه سلوک کېږي.))

تالپور لیکي، تر دې مخکې هم بلوڅانو له دوی سره د کېدونکي ناروا سلوک پر ضد احتجاج کړی دی او په بدل کې هغوی وژل شوي دي.

په مقاله کې راغلي، دې ډول مخصوصه ذهن تر دې پېښې وروسته د بلوڅانو پر ضد ډېر سخت بیانونه ورکړل او د هغوی له پاره یې د سختې سزا غوښتنه هم وکړه خو غبرګون ښودونکو دا نکته ولې له پامه غورځولې ده چې د ((هر عمل پر ضد رد عمل یا عکس العمل ضرور کېږي.))

میر محمد علي تالپور لیکي، بله خبره دا ده چې په تېرو درو کاالونو کې هغه ۷۰۰ بلوڅان چې د پاکستانیو استخباراتي ادارو له خوا ورک شول او بیا یې مړي وموندل شول، ایا هم هغوی د زیارت استوګنځای وران کړی دی؟

دی زیاتوي، له دې علاوه، تر اوسه په زرګونه بلوڅان بې درکه دي. د هغوی ګناه دا ده چې د پاکستان اېسټیبلېشمېنټ له خوا د هغوی کلتوري، ټولنیز یا سماجي، اقتصادي او سیاسي حقونو تر پښو لاندې کولو پر ضد احتجاج کوي.
XS
SM
MD
LG