د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ګلګت کې نهه بهرني سیلانیان وژل شوي دي


نانګا پربت یا وژونکی غر. دلته ډېر سیلانیان راځي.
نانګا پربت یا وژونکی غر. دلته ډېر سیلانیان راځي.

ګلګت/ اسلام اباد - د پاکستان په ګلګت بلتستان کې وسله والو دوه پاکستانیان او ۹ بهرني سیلګري وژلي دي.


پېښه د خالي او اتوار تر منځ د شپې شا و خوا یوه بجه شوې ده. چارواکي وايي، دا وژنې د ګلګت بلتستان، نانګا پربت د دیامیر ولسوالۍ (ضلعې) په فیري مېډوز سیمه کې شوې دي.

د ګلګت پولیسو یوه مشر علي شېر پاکستانیو رسنیو ته ویلي، وسله والو د شپې د سیلانیانو پر بېس کیمپ حمله وکړه. په دې کیمپ کې د سیلانیانو خیمې وې.

په وژل شویو کې پینځه اوکراینیان، درې چینایان او یو روسی وګړی شامل دي.

د وژل شویو کسانو مړي د چېلاس روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ په خپله غونډه کې د دې پېښې د غندنې قرار داد منظور کړی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان قامي اسمبلۍ ته د وینا پر وخت وویل، دا حمله پر بهرنیو سیلګرو نه بلکې پر پاکستان شوې ده.

ده وویل، تر دې پېښې وروسته یې د ګلګت بلتستان چیف سېکرټر او د پولیسو آی جي معطله کړي دي.

((وسله وال د ګلګت د رسمي مېلمه پالو په درېشي کې له کسانو سره ول، دوى ته د سيلانيانو ځاى مالوم نه وو، د دغو مېلمه پالو په لارښوونه يې تر هغوى پورې ځان رسولى، يو مېلمه پال يې وژلى او بل ژوندى دى چي پوښتنې ګروېژنې ورڅخه روانې دي، هلته حکومت به د دې پېښې په خلاف اقدام کوي.))

د ده په خبره، له دې دواړو لوړ پوړو افسرانو به پوښتنې کېږي.

نثار علي خان زیاته کړه، د وژل شویو مړي به اسلام اباد ته وړل کېږي.

د ګلګت بلتستان اعلا وزير مهدي شاه وايي سيمه يې محاصره کړې او ډېر ژر به ځان تر وسله والو ورسوي:

((دا پېښه د نانګا پربت کيمپ ته نيژدې شوې ده، هلته د تلو لپاره پوخ سړک نه شته، له هغه ځايه پر پينځه کيلوميتره خلک په پښو يا په اسونو مزل کوي، له دې پرته بله لاره نه شته، په تاريخ کې دا لومړۍ پېښه ده چي په دې سيمه کې وشوه، هلته امنيتي کسان هم موجود وو، خو پېښه د شپې د دوولسو او يوې بجې تر منځ شوې ده، دغه سيلانيان په هوټل کې ويده وو، وسلوال ور ننوتي او ډزې يې ورباندې کړې دي.))

د پاکستان وزیر اعظم نوازشريف دا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چي په خپل هیواد کې به د سيلانيانو د خوندي ساتلو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي. د

د ګلګت بلتستان يوه نوميالۍ غرختونکې ثمينه بېګ په دې اړه وايي:

((د بهرنيو سيلانيانو وژل زښته د خواشينۍ خبره ده، ګلګت بلتستان د سيلانيانو لپاره جنت بلل کېږي، ځکه دوى په ازادۍ سره دلته راتلل، خو په تېرو څو کالونو کې د پاکستان د خرابو امنيتي حالاتو له امله ټوريزم ډېر کم شوى دى، د نن پېښه به هم پر ټوريزم زښته بد اغېز وکړي، خصوصاً د ګلګت بلتستان له پاره به ډېر تاوان ولري ځکه دلته تر ډېره د خلکو روزګار له سیلګرۍ سره تړلى دى.))

د پاکستان تحریک طالبان او د جند الله په نوم یوې ډلې دواړو د دې حملې پړه منلې ده.

خو د تحریک طالبان ویاند احسان الله احسان مشال راډیو ته ویلي چې په ګلګت بلتستان کې هیڅ شتون نه لري او دا چې دا سیلانیان دوی وژلي دي.
XS
SM
MD
LG