د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د رژیم مخالفینو ته نوې وسلې رسېدلې دي


په شام کې د رژیم مخالفینو پرون (جمعه ) وویل، داسې نوې وسلې ورته رسیدلې چې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو په وړاندې د جګړې نقشه بدلولای شي.
د ازادې شامی پوځ یوه ویاند لواي مقداد پرون وویل چې دا وسلې په وروستیو کې له عرب او یو شمیر نورو هیوادونو ورته ورکړی دي.
مقداد په ځانګړي ډول د دې وسلو د ډولونو په اړه معلومات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې څه وخت ورته رسیدلي دي خو ټینګار یې کړی چې تر اوسه له امریکا هیڅ ډول وسلې نه دي ور استول شوي.
امریکايي چارواکو د روانې میاشتې په پيل کې وویل چې د بشارالاسد د ځواکونو له خوا د کیماوي وسلو د کارول کیدو د کره شواهدو تر موندل کیدو وروسته ولسمشر اوباما په سوریه کې د اپوزیسیون ځواکونو ته د وسلو ورکولو اجازه ورکړې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG