د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به تر وتو وروسته هم په افغانستان کې رول لري


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د قزاقستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم امريکا د افغانستان او د ټولې سیمې په چارو کې ژور رول ولري.
ولسمشر اوباما دا خبرې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظرباییف ته په استولي لیک کې کړې دي چې متن یې پرون د قزاقستان د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر خپور کړ.
په لیک کې ښاغلي اوباما ټینګار کړی چې د امریکا او قزاقستان ګټه په دې کې ده چې ورانکارې ډلې یو وار بیا په افغانستان کې د ځالې جوړولو توان پيدا نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG