د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ۱۲ هیوادونو په سفر دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د ۱۲ هیوادو په سفر دی چې د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لارې لټول او د شام د جګړي د هواري موضوعات د ده د خبرو د اجنډا په سر کې دي.
جان کیری به نن په قطر کې د شام د دوستو هیوادو له استازیو سره خبري وکړي. په دې خبرو کې به د شام یاغیانو ته د مرستې په اړه خبرې وشي.
جان کیري به هند، سعودي عرب، اردن او اسراییل ته هم ولاړ شي او په برونای کې به د اسیا په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.
له هندي چارواکو سره به جان کری د افغانستان په اړه خبرې وکړي، خو د امریکایي چارواکو په وینا دی به په قطر کې د طالبانو له استازیو سره ونه ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG