د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ولایتي شورا وداني بیا پرانیستل شوه، کار پیل


خوست ولایتي شورا وداني
خوست ولایتي شورا وداني


خوست - د افغانستان خوست ولایتي شورا دروازه، چې یوه میاشت وړاندې د امنیتي اندیښنو او د مرکزي حکومت له خوا د یو شمیر اساسي پروژو لپاره د نه پلي کیدنې په اعتراض کې تړل شوې وه،نن د شنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوه.


د خوست ولایت چارواکو د ولایتي شورا د دروازې د بیرته پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د ولایتي شورا د ټولو غوښتنو د ترسره کیدو لپاره به خپلې هلې ځلې ونه سپموي، دوی د ولایتي شورا د کوښښونو ستاینه وکړه:

د خوست ولایتي شورا چې یوه میاشت وړاندې د ځینو امنیتي ګواښونو او خوست ته د مرکزي حکومت له د پوره پاملرنې د نه شتون له کبله خپلې چارې تړلې وې یو ځل بیا يې د مرکزي حکومت څخه د یو شمیر ژمنو له ترلاسه کونې او د امنیتي ارګانو له ډاډ او اطمینان وروسته داسې مهال خپلې چارې له سره پیل کړې، چې د خوست ولایت ملکي او پوځي چارواکي او د رسنیو خبریالان هم د یادې شورا په ودانۍ کې راغونډ شوي ول.

خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته وویل، چې د ولایتي شورا یو شمیر غوښتنې يې د والیانو په ملي کنفرانس کې د افغان حکومت د چارواکیو غوږونو ته رسولي دي، ده د امنیتي ګواښونو او تهدیدونو په اړه هم د امنیتي ادارو له خوا د یو شمیر مشخصو تدابیرو په مورد ولایتي شورا ته ډاډ ورکړ:

((په دغو ورځو کې مو ددوی هغه غوښتنې مرکزي حکومت ته رسولي، کوم چې دوی د خوست هوايي ډګر غوښتنه وه، د خوست-ګردیز لویه لاره وه، همداراز یو شمیر نورې ټولګټې پروژې وې، پدې هکله ما دوی ته ډاډ ورکړی دی، د شورا د امنیت په باره کې يې څه تشویشونه وو، انشالله امنیتي اندیښنې به رفع وي. زه امیدواره یم چې زموږ ولایتي شورا غړي خویندې دي او که وروڼه دي، د پخوا په شان به نور هم د خوست د امنیت او ثبات همدارنګه د خوست د پرمختګونو لپاره به لدې لا ډیرې هلې ځلې وکړي.))

د خوست ولایتي شورا استازي داود شاه مکین زوی په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې لدې وروسته دې خپلې غوښتنې او ستږنزې له دوی سره شریکوي:

((موږ د خوست د ولسونو په خاطر باندې بیا هم خپلو دندو ته راغلي یو، د ولایتي شورا په نیابت بیا هم په خلکو غږ کوو، چې خپلې ستونزې او غوښتنې دې له ولایتي شورا سره شریکې کړي، موږ به انشاالله د دوی په مرسته او ملاتړ ټولو مسائیلو ته رسیده ګي کوو او د خوست په سمون او بدلون کې به برخه اخلو.))

د خوست ولایتي شورا وکیله زهره جلال په خپلو خبرو کې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د خوست د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا لپاره دې اړوندو ادارو ته په خپل وخت ټاکلی بودجې ولیږدوي.

اغلې زهره جلال وویل، د بودجې ناوخته لیږد دې لامل کیږي، چې پرمختیايي پروژې پر وخت او با کیفیته پلي نشي:

((زموږ د دفتر د تړلو لاملونه داوه، په خوست کې یو شمیر پروژې داسې وې چې د کابل له خوا به يې د پلې کیدنې وعدې کیدې، یا تش د کاغذ پر مخ پرتې وې او عملي جامه يې نه اغوستل کیده، بیا هم موږ ته د اعتراض پدې شپو ورځو کې د مرکزي حکومت له خوا څه نا څه ډاډ راکړل شوی دی، موږ ددغه کنفرانس له لارې یو ځل بیا په مرکزي دولت باندې غږ کوو، چې هغه وزارتونه چې خپلې عادي او انکشافي بودجې د کال په وروستۍ ربع کې رالیږي، چې دلته بیا د تطبیق امکان نه وي، کوښښ دې وکړي په اوله ربع یا د دویمې ربعې په پیل کې خپل تخصیصونه خوست ته انتقال کړي.))

کتونکي پدې باور دي، چې ډیری ولایتي شوراګانې ندي توانیدلي تر څو له یوې خوا د خلکو غوښتنې په سم ډول له ځايي ادارو سره شریکې کړي، بل لوري ته پر ادارو د دوی هغه نظارتي رول هم دومره غښتلی نه دی، چې ادارې سمون او ښه توب لوري ته بوځي.
XS
SM
MD
LG