د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیف الله قلعه کې چاودنه، یو کس وژل شوی


په بلوچستان کې له مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده
په بلوچستان کې له مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده
نیاز موسا خېل


کوټه - د بلوچستان په قلعه سېف الله ضلع کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی.


د چارواکیو په خبره، وژل شوی کس پر موټرساییکل کومې خوا ته روان وو چې ورسره موجود چوونکي مواد وچاودېدو.چارواکي زیاتوي،د پېښې له ځاېه په لسګونه فوټه لیري د وژل شوي کس سر او پښې ترلاسه شوې دي.

د قلعه سېف الله اسسټنټ کمشنر،عبدالخالق مندوخېل مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې پېښه د تېرې جمعې په ماښام د قلعه سېف الله او مسلم باغ تر مېنځ سیمه کې شوې ده:

((یو کس پر موټر ساییکل کومې خوا ته روان وو او مخ یې د مسلم باغ او کوټې پر لور وو. عیني شاهدانو راته ووېل چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او شاخوا لوګي پورته شو.زه خپله هم له چارواکیو سره د پېښې ځای ته ورغلم.د وژل شوي کس سر د چاودنې له زوره پرې وو او په لسګونه فوټه لیري پروت وو او لاسونه او پښې یې بیا بلې خوا کې لیرې پرتې وې.ېاد کس په مکله توګه پرله پرې پرې وی.موږ د ده د بدن غوښې او نور اعضا راټولې کړې او اوس په پلټنو لګیا یو))

اسېسټنټ کمېشنر زیاته کړه چې تر پلټنو وروسته به مالومه شي چې دا کس ځانمرګی برید ګر وو او که نه؟

((خبره پخه او څرګنده نه ده، ځکه چې په سیمه کې دا قیسمه پېښې پخوا نه دي شوې .دا هم کېدی شي چې دلته یو شمېر خلک د کوروماییټ کاروبار کوي او کروماییټ د راایستلو له پاره دوي د ډاینامایټو چاودنې کوي. نو کېدای شي دغه کس د کروماییټ له پاره چوونکي توکې وړلې،چې پخپله پر و چاودېدې،خو ځینې خلک بیا وایي چې د کروماییټ چوونکي مواد دومره تاوان نه رسوي.پهرحال،پلټنې روانې دي او تفصیلي حال به وروسته ور کوو.))

که څه هم چارواکیو تر دې دمه د پېښې ځانمرګي اړخ پخلی نه دی کړی، خو د سیمې ځایي خبریالان بیا وایي، د کرومایټ چوونکي مواد دومره زور نه لري چې د چاودنې په صورت کې د انسان بدن غړي بیل کړي.

خو ېاده دې وي چې د بلوچستان په پادو سیمو کې په تېر نږدې وخت کې د ناامنۍ ځینې پېښې ترسره شوې دي، چې خلکو ته ګڼې اندېښنې را مخ ته کړې دي .

د قلعه سېف الله په هم ېاده سیمه کې د تېرې یک شنبې په ورځ د پولیسو پر یوې پوستې د ناڅرګنده کسانو د برید په ترځ کې ۳ پولیس سرتېري وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG