د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت سره جادو نه شته چې ژر امن راولي، پروېز خټک


غلام غوث


پېښور - د خیبر پښتونخوا والي، پروېز خټک په صوبې کې د امنیت په اړه غونډه بللې ده او ویلي یې دي چې حکومت جادو نه لري چې ژر امنیت سم کړي.


د خالي پر ورځ په دې غونډه کې د کورنیو چارو محکمې او امنیتي ادارو چارواکي ګډون کوي.

د غونډې په اړه د صوبې اعلا وزیر پروېز خټک د یوې ځانګړې مرکې په ترځ کې مشال راډیو ته وویل، دوی به په غونډه کې امنیتي ادارو ته مهم هدایات ورکوي.

((د سیکیورټۍ په باره کې مو غونډه راغوښتې ده چې په روانو حالاتو مو امنیتي ادارې پوه کړي چې دوی به څه کوي او څه پروګرام لري؟ نو ټول تفصیلات به موږ له دوی اخلو او موږ به خپله هم دوی ته هدایات ورکوو چې دوی امنیت ټینګ کړي، څارنه زیاته کړي ځکه چې که حالات خرابېږي نو ذمه واري به یې هم پر پولیسو او امنیتي ادارو وي.))

خو د پښتونخوا په اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه پر حکومت نیوکې کوي چې د ترهګرۍ مخنیوي په اړه واضحه تګلاره نه لري.

د دوی په خبره، تر هغو چې واضحه تګلاره نه وي، د داسې غونډو هیڅ نتیجه نه شته.

د عوامي نیشنل ګوند له خوا د پښتونخوا اسمبلۍ غړي جعفر شاه مشال راډیو ته وویل: ((د حکومت لا میاشت نه ده شوې او [هره ورځ] یوه چاودنه کېږي او لسګونه خلک په کې مري. موږ پر دې حالاتو د افسوس څرګندونه کوو او د دې پېښو غندنه هم کوو. زما په فکر، موجوده حکومت ته په دې اړه په سنجیدګۍ اقدامات کول په کار دي لکه څنګه چې دوی له قام سره په انتخاباتو کې وعده کړې وه. مخکې به دوی دا اعتراض کاوه چې پالیسیانې سمې نه دي، نو اوس خو پالیسۍ او حکومت د دوی دی نو اوس دې [تګلارې] سمې کړي، موږ ورسره مرستې ته تیار یو.))


خو د پښتونخوا له اعلا وزیر پروېز خټکه مې چې پوښتنه وکړه، چې مخالفې ډلې ورباندې انتقاد کوي چې دوی د ترهګرۍ د مخنیوي روښانه او سپینه تګلاره نه لري او ووټ یې د امنیت په وعدې اخیستی دی نو ده وویل نوی حکومت څه ((جادويي قوت)) نه لري چې دومره ژر امنیت سم کړي:

((موږ خو دا وایو چې له حکومت سره څه جادو نه شته. خو چې د دې له پاره ټول کښېني، او یوه پالیسي جوړه کړي نو بیا به د دې له پاره څه لایحه عمل جوړېږي. باقي له حکومت بدلېدو سره خو وار له مخې څه نه کېږي. په دې به وخت لګي. یوازې موږ [صوبايي حکومت] خو څه فیصله نه شو کولای. د دې له پاره چې وفاقي حکومت، اېسټیبلېشمېنټ، قبایل او ټول سیاسي ګوندونه کښېني او یوه فیصله وکړي نو بیا به یوه [تګلاره جوړېږي.]))

د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې په مردان کې او پېښور کې په ځانمرګو حملو کې په لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG