د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ثبات برنامه پېل شوه



نجیب الله الوخیل

نن د جمعې په ورځ د خوست په تڼیو، ګربزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ثبات پروګرام پیل شو، پدې پروګرام کې به د یادو ولسوالیو په کلیو کې د بې ثباتۍ لاملونه په ګوته کیږي او وروسته به په هماغو برخو کې د اړتیا وړ پروژې پلي کیږي.


نوموړی پروګرام چې دکلیو پراختیا وزارت او USAID یو سایډ له خوا په ګډه پرمخ بیول کیږي،په هغو ولسوالیو کې چې هلته نا امنۍ او بې ثباتي ډیرې وي د کلیوالي شوراګانو سره په تفاهم کې فعالیت پیلوي، دوی به د نا امنیو لاملونه مشخص کوي او وروسته به د ناامنیو د مشخص شویو لاملونو د له منځه وړلو او په کلیوالي کچه د امن او ټیکاو د ټینګښت لپاره بیلابیلې پروژې پلي کوي.

د خوست ولایت د کلیو پراختیا رئیس محمد عثمان مهیدي د جمعې په ورځ د نوموړې برنامې د پیلیدا په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې ددوی د وزارت د نورو پنځو ملي برنامو تر څنګ دا یوه بله ستره ملي برنامه ده، چې په کلیوالي کچه به د خلکو تر منځ د مخالفتونو او ستونزو لاملونه مومي او وروسته به په هماغه برخه کې رغنیزې پروژې پلي کوي:

((نوموړې برنامه د خوست ولایت په دریو ولسوالیو یانې ګربزو، تڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو کې به وروسته د نننۍ پرانیستې عملاً کار پیلوي، دې لپاره ۱۲۰ میلیونه افغانۍ تخصیص شوي دي، دا برنامه به په لومړي قدم کې په هغو ولسوالیو کې چې هلته بې ثباتي موجوده وي، د خلکو په منځ کې بې اتفاقۍ او نارضایتۍ موجودې وي او مخالفتونه موجود وي، د هغې حل لارې به لټوي او بیا به وروسته ددوی سره په تفاهم کې ددغې برنامې او د کلیو د شوراګانو، د ولسوالیو په سطحه پرمختیایي شوراګانو ، محلي شوراګانو همدارنګه قومي متنفذینو او مشرانو سره په ګډه د شته بې ثباتیو د لمنځه وړلو لپاره لارې چارې لټوي، عملاً به بیا د هغو پروژو لیست اخلي کوم چې د هغې منطقې اړتیا وي او د بې ثباتۍ لاملونه پرې له منځه ځي،هغه به په ګوته کوي او وروسته به يې عملي کوي.))

د تڼیو ولسوالۍ قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي د نوموړې پیلیدل با ارزښته وښودل او ویې ویل، چې په ثبات پسې امنیت، د قانون واکمني او د بې عدالتیو له منځه وړل تړلي دي.
ده د یادې پروژې له مسوولینو وغوښتل چې د برنامې په عملي کیدو کې دې شفافیت او رښتینولي معیار وګرځوي:

((هر یو مشر په قوم او سیمه کې ځانته وزن لري، دا راټول کړئ نو بیا تاسو کولای شئ، چې د ولس او دولت ترمنځ اړیکې ټینګې کړې، ستاسو نه زما خواهش دادی چې شفاف کار وکړئ، داسې ونشي چې خدای مکړه یو ګروپ مو جوړ کړی وي او دا بیا سره چور کړئ او ولس ته یوازې یو څاڅکی خولې ته ورولیږي. کله چې په رښتیني مانا په کلیو او بانډو کې ثبات او ټیکا رامنځ ته شو، هلته دولتي حاکمیت منځته راځي، قانون تطبیق کیږي، ستونزې نه رامنځته کیږي، امنیت راځي، بیا هم تکراراً وایم قومي مشران او قومونه همدارنګه دغه مامورین چې ددې برنامې مسوول دي، باید شفاف کار وکړي تر څو هغه ټاکلی هدف ترلاسه شي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي هیله وښوده چې یاده برنامه به ډیر ژر د خوست نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي،ده وویل د خلکو په همکارۍ او دامنیتي ارګانونو په هلو ځلو او س په هره سیمه کې د پروژو پلي کیدنې ته شرایط برابر شوي دي:

((زموږ او ستاسو دا پروګرام به نه یوازې په تڼیو، ګریزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې پلی کیږي، بلکې انشاالله زما توقوع به داوي چې ډیر ژر د نادرشاه کوټ، دومنده، علیشیرو او حتا موسی خیلو ته انتقال شي، همدارنګه صبریو ته باک ته او باید هیڅ ولسوالي د رغونې د بهیر له پوښښ څخه پاتې نه وي، پخوا شاید په یو شمیر ولسوالیو کې دولتي حاکمیت غښتلی نه وو، خو اوس د ولس په ملاتړ زموږ امنیتي ارګانونه توانیدلي چې هلته امن ټینګ کړي نو د هغو سیمو مشران او خلک هم اوس موږ ته د بیارغونې په خاطر مراجعه کوي.))

د چارو یو شمیر کتونکي پدې باور دي، کچیرې په کلیدي سیمو کې د ثبات برنامه په شفاف او رښتیني ډول عملي شي، نو یاده برنامه به د پخوانیو پي، ار ټي ګانو هغه تشه ډکه کړي، چې تیره یوه لسیزه يې په کلیو او ولسوالیو کې پر نوې دولتي واکمنۍ د خلکو د باور او د ولسي همکارۍ د راجلبولو لپاره بیلابیلې برنامې پلې کولې.
XS
SM
MD
LG