د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د پاکستان په مرسته خبرو ته حاضر شول


په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل د سولې د خبرو پر لور يو عملي ګام دی خو د پرانستلو دستورې پر پروټوکول افغان چارواکو عتراضونه کړي او ويلي یې دي چې کېدای شي دغه دفتر د طالبانو په جلا وطنه حکومت بدل شي.


د امريکا د بهرنېو چارو وزير جان کېري د نهې او چار شنبې په ورځو بیا بیا له افغان ولسشمشر حامد کرزي سره خبرې کړې چې اختلاف له منځه يوړل شي. ښکاري داسې چې د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسين به هم د کرزي پلوي وکړي. نوموړي د تېرکال د شکاګو غونډې په حواله ويلي دي چې د ناټو هېوادونو مشرانو دا خبره په ډاګه کړې وه چې د افغانستان د سولې بهير به د افغانانو په مشرۍ وي.

په دوحه کې د طالبانو لخوا په خپل دفتر کې لګول شوې جنډا راکوزه کړل شوې او پر زمکه ايښودل شوې ده خو بيا هم داسې ښکاري چې د جنډې ستنې پورې لګيدلې، د دفتر پر ودانۍ لګېدلې تختۍ هم لرې کړل شوې چې د افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر پرې لیکل شوي ول.

خو د عيني شاهدانو په وينا ورته يوه تختۍ لا هم د امارت دننه په ديوال لګېدلې ده.

په رپورټ کې د سرچينو په حواله ويل شوي دي دا نه ده مالومه چې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل د سولې پر لور يو مثبت عمل دی او که منفي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو دي او ځینو وختونو کې خبرې د ارزښت وړ ګرځېدې شي.

د امريکا اوطالبانو ترمنځ خبرو دا اميد پېدا کړی چې کېدې شي د افغانستان د مستقبل په خاطر په وړومبي ځل افغان دولت او طالبان له يو بل سره نيغ په نيغه خبرو ته کښېني. دغه خبرې چې امريکا شورو کړې پاکستان په کې د يو بهر مهم لوبغاړي رول لوبوي.

که څه هم تر دې دمه طالبان له افغان دولت سره له خبرو څخه انکاري دي خو يو افغان چارواکي ويلي دي چې طالبان اوس غواړي له دولت سره په خبرو هم غور وکړي .

په رپورټ کې راغلي دي له امريکا سره د خبرو لپاره د طالبانو په رضا کولو کې د پاکستان پوځ لوي رول لوبولې دی.

د پاکستان يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي د داوړو خواو ترمنځ د اعتماد سازۍ لپاره ښکاري داسې چې د قېديانو بدلون به ړومبې ګام وي .ښکاري داسې چې له امريکايي چارواکو سره په خبرو کې به طالبان په ګوانتانامو زندان کې قېد د طالب مشرانو د رهايي او د ټولو بهرانيو ځوکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

امريکا هم غواړي چې يواځنې امريکايي جنګي قيدي سرجنټ بو برګډل چې خيال کيږي د طالبانو په قبضه کې دی دوی ته وسپاري.

د امريکا د بهرنېو چارو ويانده وايي په تېر وختونو کې هم طالبانو د قیديانو د تبادلې خبره کړی ده او يقيناً چې بيا به هم دوی دغه غوښتنه کوي ، د دې په خبره هغوی تيار دي چې پر دې ستونزه خبره وشي ځکه چې دا هم د سولې د خبرو برخه ده.

په رپورټ کې راغلي دي امريکايي ولسمشر اوبامه نه شي کولې چې د کانګرس له منظورۍ پراته د ګونتانامو زندان قېديان له دغې جيل څخه منتقل کړل شي ، د کانګرس ځنې غړي له ګوانتانانو څخه د قيديانو منتقل کولو سخت مخالفت کوي.

د کرزي حکومت ځینې غړي پر دې غوسه دي چې په دوحه کې طالبانو خپل دفتر ته د سياسي دفتر نوم ورکړی دی ، دغه چارواکې وايي امريکا له خپل هغه موقف څخه سرغړونه کړې چې دوی به وسلوالو ته سياسي حيثيت نه ورکوي.

د قطر د بهرنېو چارو وزارت په خپله ويب پاڼه ورکړي وو چې دغه دفتر ته به په (دوحه کې د افغان طالبانو سياسي څانګه ويل کيږي.
XS
SM
MD
LG