د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: جومات کې ځانمرګي برید ۱۳ تنه ووژل ۲۹ ژوبل


دا پر ۲۴م مې د ځانمرګي برید تصویر دی
دا پر ۲۴م مې د ځانمرګي برید تصویر دی

د پېښور څمکنۍ تاڼې په حدودو کې د حسینیه په یو جومات نن د جمعې تر لمانځه مخکې یوه ځانمرګي برید خواوشا ۱۳ کسان وژلي او ۲۹ نور یې ژوبل کړل.


د پېښور د ډي سي او ( ضلعي انتظامیې افسر ) جاوید خان مروت مشال راډيو ته وویل، دا یوه ځانمرګې حمله وه او بریدګر د جومات په محراب کې خپل ځان والوځولی. دی زیاتوي، ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۹ ژوبل دي.

په پېښه کې ژوبل شوي کسان لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره لیږل شوي دي او په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د روغتون چارواکي وايي چې دوی ته تر اوسه د چاودنې اته تنه مړي او ۳۰ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

دجمعې د مانځه پرمهال په یاد جومات کې د پنځو سوو په شاوخوا کې لمونځکونکي موجود وي.
XS
SM
MD
LG