د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: عوامي نېشنل پارټۍ خپلې بوختیاوې کمې کړې


د عوامي نېشنل پارټۍ سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید
د عوامي نېشنل پارټۍ سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید


کراچۍ : د ۱۱ مۍ د ټولټاکنو راوروسته په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي هلې ځلې محدودې شوي دي چې په نتیجه کې یې ددغه ګوند ګڼ سیمه ایز دفترونه بند پراته دي.


د عوامي نېشنل ګوند د سند صوبې ویاند عبدالمالک مشال ریډیو ته ویلي چې له ټولټاکنو ورسته هم د دوی پر پلویانو، مشرانو او دفترونو حملې نه دي درېدلې.

((له الیکشنه سمدستي وروسته که څه هم موږ خپلې تنظیمي سرګرمیانې نسبتا کمې کړي دي چې له وجې یې دغه حملې کمي دي خو بیا هم جاري دي. له انتخاباتو وروسته په لانډي کې زموږ د پارټۍ علاقايي مشر سراج خان پر کور د لاسي بم حمله شوې ده او بیا وروسته په لسبېله کې زموږ د ګوند درې سېمه ایز عهدیداران په یوځایې په نښه شول. دا ټول د هغو حملو تسلسل دی، چې د الیکشن پر ورځ او له هغې مخکې پر موږ شورو شوي دي ))


یاده دې وي وسله والو طالبانو د عوامي نېشنل ګوند په ګډون په پیپلز ګوند او ایم کیو ایم ګوند باندې د ټاکنیز کمپین په مهال د بریدونو کولو ویلي ول، او په کراچۍ کې پر دغو ګوندونو یو شمیر بریدونه هم کړي ول.

له ټاکنو وروستو په یادو دوو ګوندونو بریدونه درېدلي دي .

د عوامي نېشنل ګوند چارواکي وایي په دوی د ترسره کېدونکو حملو له وجې دوی په کراچۍ ښار کې ګڼ دفترونه تړلي دي.

د یاد ګوند مرکزي لیبرسیکرټري رانا ګل اپریدی په دې اړه وایي:

((دلته زموږ پر سیاسي کارکنانو حملې کیدلې او طالبانو یا په بله مانا ایسټېبلیشمنټ دلته زموږ سیاسي سرګرمي نه پرېښوه، نو ځکه موږ ځینې دفترونه بند کړي دي. موږ دا فیصله کړې ده چې دا دفترونه به د لنډ وخت له پاره بند وي او ګورو چې نوی حکومت څه کوي او د دې څه پالیسي مخ ته راځي نو له هغه وروسته به بیا موږ خپلې سرګرمۍ شورو کوو))

عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۸م کال په ټولټاکنو کې له کراچۍ د سند اسمبلۍ دوه چوکۍ ګټلی وې .دغه ګوند په سند صوبه کې له پیپلز ګوند سره په حکومت کې برخه لرله. اوس که څه هم دغه ګوند په سند اسمبلۍ او یا حکومت کې برخه نه لري خو بیا هم د ترهګرو د بریدونو ښکار دي .

یاده دې وي له ټاکنو مخکې او د ټاکنو پر مهال په عوامي نېشنل ګوند د ترسره شویو یو شمیر بریدونو پړې وسله والو طالبانو منلې وې.
XS
SM
MD
LG