د لاسرسي ځای


رياض موسه خېل

اسلام آبادکې د اوونيزې خبرې غونډې دوران د خارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وویل، دا يوه ښه خبره ده چې د افغانستان مفاهمتي عمل لړ کې عملي ګامونه پورته کړل شو، او هېله ده دې عمل کې به ټولې افغان ډلې شاملې شي.


اعزاز احمد چوهدري وویل، پاکستان د افغانستان امن او قراري کې خپلې هر قسمه مرستې ترسره کړېدي او دا د هغو هلو ځلو نتيجه ده چې د مذاکراتو عمل پېل شو.

افغان طالبانو ته په کومو شرطونو د دفتر خلاصولو اجازه ورکړې شوېده د دې په ځواب کې د خارجه دفتر وياند وویل دا معلومات به د قطر حکومت ته وي او د پاکستان کار يواځې دا وو چې ټولې ډلې مذاکراتو ته چمتو کړي او موجوده ګام دغه اړخته وړمبۍ کاميابي ده.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې اعزاز چوهدري وویل پاکستان وخت په وخت د امريکا ، افغان حکومت او د سولې اعلي شورا سره ملاقاتونه او خبرې اترې کړېدي خو دا له چانه پټ نه وو ، موږ وړاندې هم د افغانستان امن او کراري کې کردار ترسره کړی دی او بيا به هم دا کردار جاري ساتو.
ده زياته کړه پاکستان به د هر هغه اقدام مرسته کوي چې ورسره افغان مفاهمتي عمل تيزېږي.
XS
SM
MD
LG