د لاسرسي ځای

تازه خبر

"منصور کاکړ پر خپل ولس سرشیندلی"


د وژل شوي مرستیال کمشنر منصور کاکړ ورورو مسرور کاکړ او د هغه لور
د وژل شوي مرستیال کمشنر منصور کاکړ ورورو مسرور کاکړ او د هغه لور


د کوټې په خونړیو پېښو کې وژل شوی ډپټي کمشنر،عبدالمنصور کاکړ له کشر ورور سره د مشال رېډیو ځانګړې خبرې



د بلوچستان په کوټه کې د تېرې شنبې ورځې په خونړۍ پېښې کې وژل شوی، د کوټې ډپټي کمشنر، عبدالمنصور کاکړ کورنۍ وایي،د منصورکاکړ په شان د لوړ رتبه چارواکیو قربانۍ به هله ګټه راوړي، کله چې حکومت په ایماندارۍ او سنجیدګۍ سره د امن وامان وضع برابرولو لپاره هر څه کولو ته ملا وتړي.

دی زیاتوي،د مشر عبدالمنصور کاکړ ټولې تعلیمي زدکړې او لوړ مقامه هلې ځلې په یوه چاودنه کې ورانې شوې،خو بیا هم دوی هېله من دي چې په بدل کې به یې وطن ته سوکالي او خوشالي راشي.

د مشال خبریال نیازموساخېل د وژل شوي ډپټي کمشنر کشر ورور مسرور جمال سره خبرې کړې دي او دغه لیکنه یې برابره کړې.

د وژل شوي ډپټي کمشنر ورور،مسرور جمال د خبرو په لومړي سر کې د خپل ورور تعلیمي او لوړ مقام لپاره کړې هلې ځلې بیان کړې

٫٫زموږ کورنۍ بنیادي توګه غریبه ده او دومره وس او توان نه لري چې په خپلو بچیانو دي لوړې زدکړې وکړي،ځکه له لسم جماعت وروسته،منصور د کوټې سرکاري ساینس کالج ته ولاړ او له هغه ځایه یې دولسم کولو وروسته وظیفه (سکالرشپ) ترلاسه کړه او په پېښور کې د ځنګلاتو په علومو کې څوارلسم (ګریجوېشن) وکړ او وروسته په کوټې سیول سیکرټیریټ کې یې د مرستیال یا اسسټنټ نوکرې ترلاسه کړه. که څه هم دا بیخې کښته او عامه نوکرې وه، مګر زموږ کورنۍ ته یې اړتیا لرله.خو ښه خبره دا وه چې منصور پر نوکرې کولو سربېره،په خپل سر شخصي (پراییوېټ) زدکړې هم کولې او وروسته یې د لوړ مقام ترلاسه کولو لپاره د پاکستان په قامي کچه کېدونکي د لوړ مقام لپاره ځانګړی امتحان ٫٫سي-اېس-اېس٬٬ کې کښېنستی.که څه هم په لومړي او دوېم ځل کامیابه نه شو،مګر په درېم کال یې دغه آزموېنه ترسره کړه او یو څه موده وروسته د لوړې چوکۍ (ډپټي کمشنر) خاوند شو٬٬


مسرور جمال وایي،عبدالمنصور کاکړ د ښځینه پوهنتون له لومړۍ پېښې وروسته، ورپسې دویېمې پېښې کې ژوند له لاسه ورکړ او هم دغه اړخ ته د حکومت خصوصي پاملرنه ضروري ده.

٫٫همېش چې کله هم چاودنه وشي، نو شرخوښي پلان جوړ کړی وي چې ورپسې به بله چاودنه هم کوي، هغه که بیا روغتون کې وي او که هم پر هغه ځای. د سږکال علمدار سړک پېښه زموږ مخ ته ده او دغه شان یو شمېر نورې داسې پېښې شوې دي،ځکه حکومت ته پکار وه چې پلان یې برابر کړی وای، چې مخیکنۍ پېښې تکرار نه شي،مګر افسوس!چې هم داسې بیا وشو.اوس نو بېخي ضروري ده چې اوس په دغه لړ کې پالیسۍ او تګ لارې جوړې شي، چې د ناامنۍ له دغه نوي پلانه خلک او چارواکي وژغورل شي٬٬

مسرور جمال زیاتوي،یو افسر به هم خپل ځان له وطنه و نه سپموي، که په دې پوه شي چې حکومت یې ترشا ولاړ دی

٫٫په دا قیسمه پېښو کې لاس لرونکي کسان که تر انجامه ورسېږي، نو هر افسر به دا ګڼي چې تر شا یې څوک شته. یواځي مالي مرستې د ستونزې حل نه دی.بس،چارواکی مړ شو او ته ورته پېسې اعلان کړې.دا کار ستونزه نه شي هوارولی.افسرانو ته به ریاست دا ډاډګیرنه په عملي شکل کې ورښکاره کوي چې که خدای مه کوه،دوي په قانون او امنیت ساتلو کې خپل سر هم ور کوي نو نه یواځي به یې د بچیانو پوره پوره غم خوړل کېږي،بلکه تاوان رسوونکیو د قانون تر منګولو رسولو لپاره به هم پوره پوره هلې ځلې کېږي.زه فکر نه کوم چې په داسې ډاډګیرنه کې دي کوم افسر څه وسپموي٬٬

د وژل شوي ډپټي کمشنر،عبدالمنصور کاکړ کورنۍ وایي،دوي د هغه پر قرباني ویاړي او هیله من دي چې وطن ته به یې په بدل کې سوله او خوشالې راشي.
XS
SM
MD
LG