د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره د امن خبرو باوجود د امریکايي عسکر وژنه





په افغانستان کې په يوه بريد کې څلور امريکايې پوځيان وژل شوي دي. بريد له هغه څو ګنټې وروسته وشو کله چې امريکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو رسمي اعلان وکړی.


طالبانو په قطر کې خپل سياسي دفتر خلاص کړی او ډير ژر به دوی او امريکايان لومړی ملاقات وکړي.

برتانوي ورځپاڼه ډيلي ټيلي ګراف د يوه امريکايې چارواکي له خولي وايې، طالبانو د سه شنبې په ورځ په بګرام پوځي اډه غير مستيقمه ډزې وکړي چې په کې څلور عسکر د مارټر ګولو او راکټونو د لګېدو له وجې ووژل شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد ذمه واري قبوله کړه.

ورځپاڼه زياتوي چې بريد د هغه څو ګنټي وروسته وشو کله چې امريکا له طالبانو سره د خبرو رسمي اعلان وکړی او په دې لړ کې به لومړی ليدنه ښايي سبا ته په دوحه کې وشي.

طالبانو خپل دفتر په دوحه کې خلاص کړی دی او امريکا له خپلو ټولو شرطونو پر شا شوې ده. په شرطونو کې د طالبانو له القاعده سره اړيکي شلول هم شامل وو.

د افغان ولسمشر حامد کرزي په وينا افغان مرکچیان به هم له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته سفر کوي. تردې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو پرله پسې انکار کړی وو.

ډېلي ټيليګراف د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې وايې په قطر کې دفتر د طالبانو او نړۍ ترمينځ د خبرو لپاره خلاص شوی دی.

خو د ورځپاڼي په وينا يو فريق هم په خبرو اترو کې په سمدستي توګه د يو مهم پرمختګ هيله نه کوي. چارواکي وايي، په لومړۍ ليدنه کې به يوازې د اېجنډا ادلون بدلون کيږي.

په شمالي آیېر لېنډ کې د اته لويو صنعتي هېوادونو غونډې ته د وينا پر وخت امريکايي ولسمشر براک اوباما د طالبانو د دفتر خلاصونه د ډلې او افغان حکومت ترمنځ د بيا پوخلاوالي په برخه کې يو مهم ګام بللی وو خو البته نوموړي وړاندوينه وکړه چې پر مخ اوږد او پيچلی مزل پروت دی.

دا شان د برتانيیا لومړي وزيرډيوډ کيمرون هم د خبرو اترو ملاتړ وکړې. د کړکيچ نړيوال سازمان سره تعلق لرونکی ګرامې سمیتا وايي، د افغانستان د سولې عالې شورا په خبرو اترو کې د زيات پرمختګ هيله نه کوي.
XS
SM
MD
LG