د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان جېلونو کې د اسلام سپکاوي مشکوک بندیان


د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په يوه مقاله کې کې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور د بندي شوي د کراچۍ د ۲۵ کلن حامد حسين کيسه ليکل شوې ده.


په ليکنه کې راغلي، نوموړی اسلام ته د سپکاوي په شک کې ونيول شو او د ملير جيل په هغه کوټه کې، چې خطرناک ترهګر کسان په کې ساتل کيږي، بندي کړل شو.

حامد حسين يادې ورځپاڼې ته ويلي، د جيل بنديانو ورته کافر ويل او د مرګ دړکې يې ورکولې. د نوموړي په خبره، دی به ټوله شپه له دې ويرې چې د ده ګوټې ته به څوک راشي او و به يې وژني، نه شوای ويده کېدای.

ليکنه کاږي، د پاکستان په جيلونو کې اسلام ته د سپکاوي په تور د نيول شويو کسانو له پاره ژوند کول ډېر سخت دي. د جيل مامورين ورته بد رد وايي، د بندي تنانو لخوا ګواښل کيږي او د کورنۍ خلک يې هم پوښتنه نه کوي.

د جيل افسران بيا اسلام ته د سپکاوي په شک کې له بندې کړل شويو کسانو سره د دوئ لخوا د ناوړه چلند خبرونه ردوي او د زندان دننه په جلا کوټو کې يې د ساتلو د خپلې طريقې دفاع کوي.

په ليکنه کې د پاکستان د جيلونو د مشر افسر نصرت مانګن خبره راخيستل شوې چې وايي، د دغه کسانو پر ضد جوړې دوسيې ډېرې د حساس نوعيت وي او ورباندې له کېدونکيو حملو څخه د خوندي کولو له پاره ضروري ده چې په جلا کوټو کې وساتل شي.

نوموړي د کراچۍ په جيلونو کې اسلام ته د سپکاوي په تور د نيول شويو کسانو د دقيق شمېر په اړه له مالوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د پآکستان په عدالتونو کې د حامد حسين په څېر خلک، چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تور پرې لګېدلای وي، د خپلو دوسيو پر مخ وړلو کې له ستونزو سره مخامخ وي. د دغه هېواد وکيلان نه غواړي په دغه رقم پېچليو او له خطرو ډکو دوسيو کې ځانونه ښکېل کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهره يوسف ورځپاڼې ته ويلي، دا د جيل د افسرانو زمه واري ده چې اسلام ته د سپکاوي په تور د بندي کړل شويو کسانو امنيت خوندي کړي.

نوموړې زياته کړې، په دې وروستيو کې د پاکستان په جيلونو کې په ياد تور يو شمېر بندي شوي کسان وژل شوي دي.

حامد حسين، چې اسلام ته د سپکاوي په تور کې يې د بند ۱۵ مياشتې پوره شوي، ورځپاڼې ته ويلي، نه په جيل کې ځان خوندي احساسوي او نه د باندې. د نوموړې په خبره، که عدالت يې خوشی کړي نو يوه لاره ورسره پاتې ده او هغه دا چې کوم بل هېواد ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG