د لاسرسي ځای


خالد خان
په خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف او دوی سره اتیلافي حکومت کې نور واکمن ګوندونه یو خوا که دغه دعوي کوي چې دوی ته د راروان مالي کال له پاره بجټ جوړولو کې ډېر کم وخت ورکړ شوی دی نو بل خوا دغه خبره هم کوي چې د دوه زره دیارلسم څوارلسم کالونو بجټ دوی خپل تګ لاره څرګنده کړې ده چې راتلونکې وخت کې د صوبې خلکو ته ډېری ګټې راوړي.


د نهي په ورځ د پښتونخوا د خزانې وزیر سراج الحق هغه خبره یو ځل بیا تکرار کړه چې بجټ کې دوی د تعلیم له پاره د ټولو نه زیات پانګه یعنی ۶۶ اربه روپۍ ایښودې دي خو بیا کار پوهان او مخالف ګوندونو غړي وایي، چې په دغه پانګه کې د تعلیم د محکمې د ملازمینو تنخوا ګانې هم شامل دي او حصوصي پروجو او پر مختګ کارونو لپاره صرف یو ارب روپۍ په نظر راځي .

دغه شان د درې سوه او څلور څلویښت اربه روپو بجټ کې د کلیز پرمختګ پروګرام لپاره یوسل او اتلس اربه روپۍ ایښودلې شوې دي خو د انګریزی ورځپاڼې ډان خبریال او اقتصادي چارو کارپوهه انتحاب امیر وايي، چې روان پروجو یا اخراجات جاریه او ملازمین تنخوا ګانو کې زیاتوالی فنډ مختص کول د هر حکومت مجبوري وي خو بیا د روان کال ADP چې ۸۸ اربه روپۍ وه صرف ۴۸ اربه روپی په کې مصرف شوی دي ، د ده په وینا په بجټ کې ADP له پاره یوسل اتلس اربه روپی ښودلې شوي دي او دوی صرف ځان ته دهوکه ورکوی-

دا چې په بجټ کې د موجوده حکومت ډېره کمه برخه وه او بجټ سرکاری افسرانو یا بیروکریټس جوړکړې ده د دې په ځواب کې د خیبر پښتونخوا د خزانې سکرټري صاجزاده سعید مشال راډیو ته وویل چې د انتخاباتو نه سمدستي وروستو دوی د واکمن ګوندونو سیاست د اسمبلۍ غړو سره په تماس کې وو او دوی په خوښه یې دغه بودیجه جوړه کړې وه.

د دوه زره دیارلسم څوارلسم بجټ کې د تعلیم صحت او بجلي پیداکولو ته زیات توجه ورکړې شوې ده او په بجټ کاغذونو کې دې ته تعلیم ایمرجنسي او انرجي ایمرجنسي نومونه ورکړې دې خو بیا انتحاب امیر وایي، چې صرف په نومونو نه بلکه عملی ګامونو ضرورت دي او د بجلۍ ستونزې حل کولو او تعلیم کې اصلاحات راوستو کې به ډېر وخت لګي ،

د یادونی ده چې د دوه زره دیارلسم څوارلسم کالونو له پاره صوبایي بجټ د ګل په ورځ وړاندې شوی دی او د اسمبلۍ غونډه د زیارت په ورځ رابللی شوې ده چې مخالف او واکمن ګوندونه به روان مالي کال له پاره په بجټ بحث کولو نه پس هغه منظوروي .
XS
SM
MD
LG