د افغانستان په کابل کې د پارلمان پر غړي او هزاره مشر محمد محقق د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې ده.
له چاودنې وروسته محمد محقق د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې دی خوندي دی خو درې ولسي وګړي وژل شوي او د ده د ساتونکو په ګډون دېرش کسان ټپي شوي دي.
دا برید په لومړي سر کې یوه ځانمرګې حمله بلل شوې وه.
د یادونې وړ ده چې دا پېښه له هغه ځایه د څو کلومیټرو په فاصله کې شوې ده چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د ټول هیواد د امنیت د چارو د سپارل کېدو مراسم تر سره کېده.
طالب یاغیانو د نن ورځې د امنیت د سپارل کېدو تر دې مراسمو وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.
په دې مراسمو کې د نېټو مشر اندرې فوغ راسمسن او افغان ولسمشر حامد کرزی هم ګډون کوي.