د لاسرسي ځای

تازه خبر

کمیاوي سرې او کرنیز درمل ډیر ګټور نه دي


-- Khyber official launch urea and seeds distribution among farmers, 23Nov2011
-- Khyber official launch urea and seeds distribution among farmers, 23Nov2011


نجیب الله الوخیل

نن په خوست کې بزګرانو لپاره د نباتي ناروغیو د مخنیوي او د کرنیزو محصولاتو د ښه کولو په اړه جوړ شوی دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته ورسید ،د کرنې ریاست چارواکو له بزګرانو وغوښتل، چې په خپلو ځمکو کې دې په زیاته اندازه د کیمیاوي سرو او د بیکاره بوټو د له منځه وړلو لپاره، د کرنیزو درملو له کارونې ډډه وکړي،ځکه پدې سره چاپیریال او کرنیز پیدوار ته زیان رسیږي.


د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا د نوموړي ولایت د مرکز او ولسوالیو ۲۲۰ تنو بزګرانو ته د بیلابیلو نباتي ناروغیو د مخنیوي د لارو چارو او کرنیزو محصولاتو د اصلاح او ښه کولو په موخه دوه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید.

په دې ورکشاپ کې بزګرانو ته وښودل شول، چې دوی باید په زیاته پیمانه له کمیاوي سرو او د هرزه ګیاوو د له منځه وړلو لپاره له مصنوعي درملو استفاده ونکړي، ځکه دا له یوې خوا بزګرانو ته په اقتصادي لحاظ زیان لري او بل لوري ته کرنیز پیداوار هم نقصاني کوي، نو بزګران دې په لاس او طبعي وسائیلو هرزه ګیاه او بیکاره بوټي له منځه یوسي، همدارنګه بزګران باید په خپلو ځمکو کې د کر پرمهال کرنیز تناوب هم په پام کې ونیسي، یانې هر کال د نباتاتو تخمنونه بدل کړي.

د ورکشاپ روزونکی انجینر میرنواز وايي، چې د کرنیزو درملو د استفادې وړاندې باید کرنیز بدلون رامنځ ته کړو:

((مخکې د کمیاوي کنټرول یانې د زراعتي درملو له استعمال نه ښه ده چې تناوب زراعتي وکړو، کچیرې په کرنیز تناوب بزګران نه پوهیږي نو هغې ته به موږ کرنیز بدلون ووایو، یانې کچیرې په مني کې چا په خپله ځمکه شولې کرلي وي، نو کولای شي چې په راتلونکې کال کې مۍ ، ثوابین ، جوار، شفتله یا بل کوم نبات چې زموږ په سیمه کې رواج ولري، په خپلو ځمکو وکري.))

د کرنې ریاست سرپرست رئیس ډاکټر نقیب الله وویل، بزګران باید په خپلو ځمکو هغه میوې او غله دانې وکري، چې دا مهال يې موږ له نورو دولتونو څخه واردوو:

((له بزګرانو څخه زموږ هیله داده، چې په خپلو باغونو او ځمکو کې هغه میوجات یا غلې دانې وکري، چې موږ يې اوسمهال د نورو دولتونو څخه واردوو، بزګران باید د کرنې او مالدارۍ برخې ته خپله توجه ډیره کړي، ځکه پدې سره له یوې خوا زموږ کرنیز محصولات ډیریږي او بل لوري ته په اقتصادي لحاظ هم زموږ له هیوادوالو سره پوره مرسته کوي.))

د خوست د چاپیریال ساتنې ادارې رئیس عبدالغیاث جلاتزی وايي، زموږ ټولنه یوه مصرفي ټولنه ده او نږدې نوي سلنه خپل ضرورتونه له نورو هیوادونو پوره کوي، ده د کرنې سکټور مهم وباله او له بزګرانو يې وغوښتل، چې د کرنې برخې ته خپله توجه ډیره کړي:

((افغانستان په اوس وخت کې نوي فیصده یوه مصرفي ټولنه ده، یانې خپلې اړتیاوې او ضرورتونه موږ له نورو هیوادونو څخه په هره برخه کې تمویلوو، خپل تولیدات او کرنیز محصولات مو په هغه کچه کې نه دي، چې موږ د خپلو وګړو او خلکو داخلي ستونزې او اړتیاوې پرې رفع کړو او پوره يې کړو، نو کرهڼې ته پام ددې مملکت زیربنا‌ء ته پام دی.))

د یادونې وړ ده په خوست کې بزګران په ټولیز ډول د کرنې له لارې له مرستو او خدمتونو څخه پوره رضایت نلري او وايي، چې ځايي ادارې ته بایده دي چې په خوست کې د کرنې مهم سکټور ته پام ډیر کړي.
XS
SM
MD
LG