د لاسرسي ځای

د تير اتوار په ورځ يو وارې بيا د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام مهم په يوې ډلې په صوابې کې بريد شوې دې. دا سلسله د تير کال د دسمبر مياشتې نه راروانه ده.

د ګوزڼ روان صورتحال پحقله د صحت نړيوالې ادارې د ګوزڼ د مخنيوي څانګې مشر ډاکټر زبير مفتي مشال راډيو ته وويل چې د ګوزڼ پحقله دا حالات پريشانونکى دي. که حکومت په دې حقله سنجيده ګامونه اوچت نه کړل نو ګوزڼ د وبا شکل اختيارولی شي.

،، په صوبايې کچ د هوم سيکتر په مشرې کې (پرووينشل سيکيورټي کوارډينيشن کميټې) جوړه ده. او په هره ضلع کې ډپټي کمشنر دې کمپېنونو مشري کوي ، نو دا هغه خلک دې کوم چې د سيکيورټي پحقله ليډران دي ، او د دوی کوښښونو باوجود دا وژنې چې روانې دي نو دا ډيره د پريشانۍ خبره ده . او په دې لړ کې که په فوري توګه څه ونه کړل شول . نو دا خطره شته چې موږ به د ګوزڼ يو غټه وبا وګورو، کوم چې شاه خوا علاقو کې او نورو ځايونو کې هم خپريداﺉ شي،،

دغه رنګ د سيمه ايزه چارو کار پوه خادم حسين وايي چې حکومت په ترجيحي بنيادونو د داسې قسمه پيښو مخنيوي له پاره څه خاص ګامونه نه دې اوچت کړل شوې.

،، جامع حکمت عملي چې کومه بيا بيا ويل کيږي ، چې پکې د طاقت استعمال، نظرياتي جنګ، مزاکرات ، ستراتيجکي ملګرتيا، او په هغې کې اقتصادي پرمختګ چې په هغه علاقو کې وکړای شي ، چې بهرتيانې ونه شي، شامله دي. دا لا تر اوسه پورې چونکې ښکاره نه وو او لا تر اوسه پورې ماته داسې نه ښکاري چې د دواړو حکومتونو په مرکز کې يا په خيبر پښتونخوا کې ترجيح ده، نو د دې له وجې ماته نه ښکاري چې راروان لږ وخت کې د دې څه حل راووځي،،

کله چې مشال راډيو په دې حقله د خيبر پښتونخوا د هوم ډيپارټمنټ وياند قمر علي نه وپوښتل نو هغه وويل.

،، د دې لپاره د خيبر پښتونخوا حکومت احتياطي ګامونه خپل کړي دي، خو چې څه نه څه پيښه وشي نو هغې کې بې احتياطي وشي، او يا دې ګوزڼ کارکونکو له وجې وشي. نو ماته داسې خو څه نه ښکارې چې حکومت لاس تر زنه ناست دی او يا څه کمک نه کوي يا احساس ورسره نه شته، نو په دې اړه صوبايې حکومت ته مکمل احساس دی،،

د خيبر پښتونخوا د ګوزڼ د مخنيوي دڅانګې ترمخه چې تر اوسه پورې اوولس حملې د ګوزڼ مخنيوي پر ډلو شوې دي چې په کې يولس کسان مړه او شپږ ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG