د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي کې لربر هړتال روان دی


په ترکي کې د سوداګرانو د اتحادېې پنځو ډلو د ايستنبول په تقسیم چوک کې پر مظاهرچیانو د پولیسو لخوا د سختې کاروايۍ پر ضد د هېواد په لربر کې مظاهرې پېل کړې دي.


د یوی ورځې لپاره د کاربندېز حمایتیانو کې د سوداګرانو د اتحادېې په ګډون په سرکاري دفترونو کې د کارکونکو انجنیرانو، ډاکټرانو او د معمارانو یا آرکیټیټانو اتحادیې شاملې دي.

د ترکيې د ډاکټرانو اتحادیې مشر احمد ازدیمیر اکتان د اتوار پر ورځ په یوه خبري کانفرنس کې وویل
وزیراعظم رجب طیب اردغان خلک کورنۍ جګړی ته هڅوي. هغو خلکو چې نوموړي ته یې ووټ ورکړی وو، د هغوی خبره نه مني او هغه د یو زورواکه حکومت طرف ته روان دی.

دغو ډلو په بیان کې ويلي دي چې د وزیراعظم اردغان واکمن ګوند په پنځلسم جون د ایستنبول په ګیزي پارک کې د مظاهرچیانو په زوره د ویستلو سره د ټول قام پر ضد کاروايي پيل کړې. د حکومت ضد مظاهرو مرکز تکسیم چوک دې.

د ترکيي وکیلان وايي چې د اتوار پر ورځ په ایستنبول کې څلور سوه یو څلوېښت او په انقره کې شپږ پنځوس مظاهرچیان ګرفتار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG