د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لربر کې۱۰افغان سربازان وژل شوي



د افغانستان د دفاع وزارت وايي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې لس افغان سرتیري د سړک غاړې ماین په چاودنو کې وژل شوي دي.


د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل دا کسان په کندهار، هلمند، بدخشان، او لوګر ولایتونو کې په بیلابیلو پيښو کې وژل شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وایې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې یوولس 11 وسله وال طالبان په شپږو ولایتونو کې په عملیاتو کې وژل شوي دي.

دا پیښې په داسې حال کې کیږي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو د سپارلو وروستۍ او پينځم پړاو پیل شي .

د هلمند امنیه قومندان سمونوال عبدالنبي الهام له یوې بمي حملې روغ رمټ وتلی.
دهلمند د والي مرستیال مسعود بختور نن پر دوشبنه مشال راډیو ته وویل: سهار شپږ نیمي بجې کله چې د هلمند امنیه قومندان له خپله کور ه د دفتر په لور روان و، نو پر ګاډي یې موټر بم چاودنه وشوه. د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د پکتیا چارواکي وایې، په څمکنیو ولسوالۍ کې پر یوه کور د توغندۍ د لګیدو له امله درې ماشومان ټپیان شوي. دغه پيښه تېره شپه رامنځ ته شوه.

د څمکنیو ولسوال صالح محمد احساس نن مشال راډيو ته وویل، ماشومان چې دوه لس کلن هلکان او یوه دولس کلنه جینۍ ده، د یادې ولسوالۍ هسپتال ته وړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG